Mar 21, 2024 05:58 Asia/Kabul
  • له زده کړو د نجونو بې برخې کول زړه ماتوونکی دی

په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري له زده کړو څخه د افغان نجونو دوامداره محرومیت زړه ماتوونکی او په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره یو غیر معمولي وضعیت بللی دی.

اميري چې د کب په ۲۹مه په یوې جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې وويل، په افغانستان کې د ښوونځيو دروازې په داسې حال کې پرانيستل کېږي، چې نجونې یو ځل بیا نه شي کولای ښوونځيو ته ولاړې شي او زده کړې وکړي.

اميري زیاته کړه، پر ښځو او نجونو د طالبانو د بنديزونو پايلې نه يوازې هغوى، بلکې د افغانستان ټول نفوس اغېزمنوي.

امیري د خپلو خبرو په یوه برخه کې ټینګار وکړ، چې طالبان به تر هغو د اړیکو په عادي کولو کې خپلو موخو ته ونه رسېږي، څو چې دغه ډله د افغانانو د حقونو غوښتنې ته پام ونه کړي.

د طالبانو د پوهنې وزارت پرون د نوي تعلیمي کال د پېل په موخه د ښوونځي د زنګ وهلو مراسم ترسره کړل.

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر حبیب الله اغا په دې مراسمو کې د خپلو خبرو پر مهال د نجونو تعلیم ته اشاره ونه کړه.

ټیګونه