د افغانستان او ايران د کلتوري اړيکو پر پراختيا خبرې وشوې
Mar 26, 2024 06:03 Asia/Kabul
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له کلوري اتشه ډاکټر سید روح الله حسیني سره وکتل.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لورو د کلتوري اړیکو، لاسي صنايعو د پراختيا، د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو د علمي لیدنو، د استادانو د تجربو شريکولو، افغان محصلينو ته د ايران له خوا د تحصيلي بورسونو او د نندارتونونو د جوړولو په اړه خبرې شوې دي.
د کتنې په پای کې، د ایران د اسلامي جمهوریت تجارتي، کلتوري او لرغونو ځایونو ته پر لنډ مهاله سفرونو موافقه شوې ده.