Mar 21, 2024 05:41 Asia/Kabul
  •  په افغانستان کې د خپلو زرګونو کارکوونکو راتلونکې ته اندېښمن یو

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې ویلي چې د خپلو نږدې ۷ زره افغان کارکوونکو د راتلونکي په اړه جدي اندېښنه لري.

دې کمېټې پرون په یوه اعلامیه کې چې اکثر دا کارکوونکي یې د خپلو کورنیو نفقه ګټي، خو اوس به د کمېټې د کارونو په ځنډ سره زرګونه کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ شي.

سوېډن کمېټې څو ورځې مخکې خبر ورکړی وو، چې په افغانستان کې خپل خدمات ځنډوي.

دې کمېټې په خپله پرونۍ اعلامیه کې هم ویلي چې د فعالیتونو په ځنډېدو سره یې میلیونونه اړمن کسان له مرستو بې برخې کېږي.

د دې کمېټې په خبره، له څلورو لسیزو راهیسې یې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې شاوخوا درېیو میلیونو کسانو ته د روغتیا، تعلیم او تربیې، معلولینو ته د خدماتو او اړمنو ته د مرستو پروګرامونه مخته وړل.

د سوېډن کمېټې ویلي چې طالبانو وروسته له هغه د دوی د فعالیتونو په وړاندې محدودیت رامنځته کړ، چې په جون میاشت کې په ستاکهولم کې د قرآن پاک نسخې وسوځول شوې.

سوېډن کمېټې ویلي چې د قرآن سوځولو پېښه په کلکه غندي او دا کار په اسلامي عقیدې یو ښکاره برید بولي.

ټیګونه