Mar 26, 2024 06:22 Asia/Kabul
  • د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له بند څخه د عبیدالله احمدي د آزادېدو غوښتنه کړې

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو څخه غوښتي چې په کندوز ولایت کې ځايي خبریال عبیدالله احمدي خوشې کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز دوشنبه د وري پر ۶مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو استخبارات دې د افغانستان د رسنیو ټولییز قانون ته درناوی وکړي او د خبریالانو او رسنیو له ځپلو دې لاس واخلي.

دغه بنسټ ویلي چې پرون د طالبانو استخباراتو څلور خبریالان نیولي وو، چې درې کسان یې بېرته خوشې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د استخباراتو کارکوونکو له دغو خبریالانو ځيرک ټلفونونه اخیستي او منځپانګه یې ورته پلټلې ده.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاته کړې: «احمدي د دغه ولایت په علي‌اباد ولسوالۍ کې د یو لوی پله په اړه د خپاره شوي راپور د منځپانګې په چمتو کولو تورن شوی دی. دا راپور آمو ټلویزیون خپور کړی و. دا لوی پل د جمهوریت پر مهال د یوې چاودنې له کبله چې پړه یې پر طالبانو اچول شوې وه، زیانمن شوی و.»

له دې سره ویل کېږي چې عبیدالله احمدي د «یک» خصوصي ټلویزیون سیمه‌ ایز خبریال دی.

څه موده وړاندې د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي وو چې په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان د ازادۍ او بنسټيزو او قانوني حقونو له اړخه، له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او په لوړه کچه یې حقوق تر پښو لاندې کېږي.

ټیګونه