د نجونو پر زدهکړو بندیز د توجیه وړ نه، بلکې له بنسټیزو حقونو سرغړونه ده
د بښنې نړیوال سازمان وایي:« په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شو؛ خو له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو منعه شوې دي. دا د توجیه وړ نه ده او د زدهکړې لپاره له بنسټیزو بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.»
دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، طالبان باید د هر عمر نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړي او د خپلې تبعیضي تګلارې پرمخ بېولو لپاره، له بېځایه پلمو څخه دې ډډه وکړي.
دغه سازمان لیکلي، طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته، د بشري حقونو د سرغړونو نوی پړاو پیل کړی، چې اوس له دوو کلونو وروسته دغه هېواد د نه بدلېدونکي بربادۍ په څنډه کې دی.
دغه سازمان زیاته کړې، طالب چارواکو نه یوازې دا چې د افغانانو د حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د ساتنې په برخه کې خپله ژمنه ماته کړې؛ بلکې د تاوتریخوالي لړۍ یې بیا پیل کړې او له بشري حقونو څخه یې د سرغړونو لړۍ دوام لري.
د بښنې نړیوال سازمان په وینا، په افغانستان کې بشري حقونه په ټولو برخو کې تر برید لاندې راغلي دي.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې طالبان دې ښځو او نجونو ته د هغوی د بشپړو حقونو د برابرولو په ګډون، ټولو نجونو ته د زدهکړو او روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي او ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي.