Mar 19, 2024 14:56 Asia/Kabul
  • چین د کابل پوهنتون محصلانو ته ۶۰ تحصیلي بورسونه ورکړل

د چین شینهوا خبري آژانس په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ له قوله ویلي چې، هېواد یې له افغانستان سره د زده کړو په برخو کې همکارۍ ته زیات اهمیت ورکوي.

د شینهوا پر اساس، اوس شاوخوا ۱۰۰۰ افغان محصلان د چین په پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت دي.

همداراز ۲۰۰ نور افغان محصلان په کابل پوهنتون کې په کنفیسیون انستیتیوت کې درس وايي.

دا بورسونه په داسې مهال ورکول کېږي، چې تر دې مخکې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندا محمد ندیم د روسیې تحصیلي بورسونو ته د کامیاب شویو افغان محصلانو د ورتګ په مخنیوي تورن شوی وو.

یو شمېر دغو محصلانو ادعا کړې وه، چې شېخ ندیم یې روسیې ته د ورتګ د مخنیوي دلیل هغلته د کمونیستي نظام واکمني ښودلې او ویلي، چې په کمونیستي نظام کې زده کړې به یې د هغه په باور عقیده خرابه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې چین هم کمونیستي نظام لري، خو د بورسونو د اعلان مراسم یې د طالبانو د چارواکو په ګډون ترسره شول.

ټیګونه