د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت تمدید کړ
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کب پر ۲۵مه په یو پریکړه لیک کې د یو بل کال لپاره هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) ماموریت تمدید کړ.
د امنیت شورا دا پریکړه لیک د رایو په غوڅ اکثریت سره ومنل شو او د شورا ټولو ۱۵ غړو یې په طرفدارۍ رایې ورکړې.
د ۲۷۲۷ م نمبر پریکړه لیک له مخې، په افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۵ کال د مارچ میاشتې تر ۱۷ مې نېټې پورې تمدید شو.
په پریکړه لیک په افغانستان کې د یوناما، د ملګرو ملتونو نورو ادارو، مالي مرستو او پروګرامونو د حضور دوام مهم بلل شوی.
د امنیت شورا په پریکړه لیک کې همدارنګه د افغانستان د ټولو سیاسي فعالینو او شریکانو او نورو نړیوالو سازمانانو له استازو څخه غوښتل شوي، چې له یوناما سره د ماموریت په پلي کولو کې خپلې چارې همغږې کړي، تر څو په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مامورینو خوندیتوب، امنیت او ګرځېدل راګرځېدل ډاډمن شي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې د دې پریکړه لیک منظورېدو څخه څخه وروسته ویلي چې امریکا "په ژوره توګه" د افغان ولس ملاتړ ته دوام ورکوي او له همدې امله، په ژوره توګه د یوناما ملاتړ هم کوي.