Mar 19, 2024 14:23 Asia/Kabul
  • له بوډا سره جبري نکاح؛ په کندهار کې یوې ځوانې نجلۍ ځان‌وژنه وکړه

د کندهار ځايي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يوې ځوانې نجلۍ ځان‌وژنه کړې ده.

دا پېښه دوشنبه د کب پر ٢٨مه د ارغستان ولسوالۍ په «سوپانزو» کلي کې رامنځته شوې ده.

دې نجلۍ وروسته له هغې ځان‌وژنه کړې، چې سپین ږیري پلار یې غوښتل د ځان لپاره یې د یوې ځوانې نجلۍ په بدل کې ورکړي.

ځوانې نجلۍ ۲۵ کاله عمر لرلو.

طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه په سویل کې د اجباري نکاح له امله، زیات شمېر نجونو ځان‌وژنه کړې ده.

طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ په پیل کې اعلان کړی وو، چې اجباري ودونه، د کم عمره نجونو ودول او د «نجونو بدل» یې منع کړی؛ خو په تېرو دوو کلونو کې ورته څو پېښې شوي، چې تراوسه یې په هکله پلټنه نه ده شوې.

 

ټیګونه