-
سراج الدین حقاني وایي، اوسنی وضعیت د منلو وړ ندی او پر اصلاحاتو یې ټینګار وکړ.
Feb 12, 2023 08:35د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني تېره ورځ خوست کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د دوی حکومت ته په اشارې سره ویلي چې اوسنۍ وضعه د منلو وړ نده او پر اصلاحاتو یې ټینګار کړی دی.
-
ننګرهارکې څلور تنو ته مرګ ژوبله واوښته
Feb 12, 2023 13:58زمونږخبریال راپور راکړی د ننګرهار باختر دولتي اژانس مدیر قریشي بدلون چې د ولایتي ادارې په استازیتوب له رسنیو سره خبرې کوي وایي تیره ورځ د دې ولایت د دره نور ولسوالۍ اړوند په اتران سیمه کې د دوه کورنیو تر منځ د زمکې پر سر وسله واله نښته رامنځته شوه.
-
افغانستان ته کابو دوه میلیارډه ډالره رسیدلي دي
Feb 12, 2023 11:58شفقنا خبري اژانس راپور ورکړی د افغانستان د مرکزي بانک د راپور پراساس په دغه هیواد باندې د طالبانو له واکمنیدا وروسته د نړیوالې ټولنې ټولې نغدې مرستې اوس یومیلیارډ او نهه سوه دولس میلیونو ډالرو ته رسیدلي دي.
-
نيمروز ولايت کي د هلمند سيند د پاکولو کارونه چي لګښت يې (۷۲) ميليونه افغانيو ته رسيږي شروع شو
Feb 12, 2023 11:31زمونږ خبریال راپور راکړی د نيمروز ولايت چارواکي غواړي چي د هلمند سيند د پاکولو پاتي کارونه پيل شوي چې په دې اړه انجينر عبدالغفور عمري د اوبو او انرژۍ وزارت د انجينري خدمتونو عمومي رئيس رسنيو ته وويل
-
د غزني ولایت درملتونونه باید د درملو بیې په نسخې ولیکي نور جزیات په راپور کښې لرو
Feb 12, 2023 11:09زمونږ خبریال وايي د افغانستان په غزني ولایت کې هر درملتون والا اړ دی چې په نسخې باندې د درملو د بیي ټاپه لګوي
-
کابل کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب دستورې وشوې
Feb 12, 2023 10:05ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی په کابل کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلورڅلویښمې کلیزې مراسم د طالبانو د حکومت د بیلابیلو چارواکو او د نورو کلتوري او د مذهبي شخصیتونو په ګډون سره ترسره شول.
-
افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستو کڅوړه لیږدول شوې
Feb 12, 2023 09:35د طالبانو حکومت د افغانستان بانک وایي، چې نن د ۴۰ میلیونه ډالرو نغدي بشري مرستو کڅوړه دې هېواد ته را ولیږدول شوه چې په کابل کې یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
-
د طالبانو د روغتیا وزیر ایران ته راغلی
Feb 12, 2023 08:18زمونږ خبریال راپور راکړی افغانستان رسمي سرچینو له ایرانیو مقاماتو سره د سلا مشورو لپاره د طالبانو د روغتیا وزیر د سفر خبر ورکړ
-
کابل کې په تېرو ۳ میاشتو کې ۱۴۴ جسدونه موندل شوي
Feb 12, 2023 08:18د طالبانو حکومت اړوند د کابل ښاروالي وایي، په تېرو درې میاشتو کې ۱۴۴ ناپېژنده جسدونه خاورو ته سپارلي دي.
-
د مهاجرو او په افغانستان کې داخلي بې ځایه شویو افغانانو ستونزې، وړاندیزونه او له دوی سره د مرستو او همکاریو په اړه ځآنګړې خپرونه
Feb 12, 2023 07:06د مهاجر او په افغانستان کې داخلي بې ځایه شویو افغانانو ستونزې، وړاندیزونه او له دوی سره د مرستو او همکاریو په اړه ځآنګړې خپرونه د خپرونې کوربه: عطاءالله خوږیاڼی د خپرونې میلمانه: د افغانستان د قبایلو او سرحدونو چارو پخوانی وزیر محمد ګلاب منګل او د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالطلب حقاني