کابل کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب دستورې وشوې
(last modified Sun, 12 Feb 2023 09:05:28 GMT )
Feb 12, 2023 13:35 Asia/Kabul
  • کابل کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب دستورې وشوې

ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی په کابل کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلورڅلویښمې کلیزې مراسم د طالبانو د حکومت د بیلابیلو چارواکو او د نورو کلتوري او د مذهبي شخصیتونو په ګډون سره ترسره شول.

په کابل کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلورڅلویښتمې کلیزې په دستورو کښې د افغانستان انجلیو یوه ښکلي ترانه وویله او د خارجه وزارت د سیاسي چارو مرستیال شیر محمد عباس استانکزي د دغه سندرې په ښه ډول د اجرا ستاینه وکړه.

«صدای هموطن» ډلې دغه ترانه د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلورڅلویښتمې کلیزې په جشن کښې د ګډونوالو لپاره وویله.

د افغانستان د خارجه وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس استانکزي په کابل کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې د لمانځلو په دستورو کښې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی  سیدعلي خامنه اي، ولسمشر ابراهیم رئیسي او د ایران ملت ته په مبارکۍ ویلو سره وویل چې مونږ په بیلابیلو ډګرونو کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکي یوو.

هغه زیاته کړه په اقتصادي، تجارتي ، کلتوري او ډیپلوماټیکو ډګرونو کښې باید د ایران او د افغانستان اړیکې زیاتې او پراخې شي.

شیر محمد عباس استانکزي د ایران په سیستان وبلوچستان ولایت کښې چابهار بندر د تجارتي او د اقتصادي ملګرتیاو د پراختیا لپاره یو مناسب فرصت وباله.

د افغانستان د خارجه وزارت د سیاسي چارو مرستیال استانکزي دغه راز د افغانستان له میلیونو کډوالو د ایران د اسلامي جمهوریت د کوربه توب ستاینه وکړه او افغانستان ته د دغو کډوالو تر بیرته ستنیدا وخت پورې یې  د نوموړو مهاجرینو لپاره د ډیرو اسانتیاو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه.

په کابل کښې د ایران د سیاسي نمایندګۍ مشر او سفیر حسن کاظمي قمي هم په دغه ښار کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په جشن کښې له افغانستان سره د اړیکو په پیاوړتیا باندې ټینګار سره وویل له افغانستان سره د ایران اړیکې له جغرافیايي سرحدونو ورهاخوا دي ځکه چې افغانستان او ایران په دې سربیره چې دوه ګاونډي هیوادونه دي ډیرې دیني، کلتوري او اقتصادي ګډولې لري.