پېښې
  • مونږ په تیرو اوو څلویښتو کلونو کښې هیڅکله د جنګ پیلونکي نه وو

    مونږ په تیرو اوو څلویښتو کلونو کښې هیڅکله د جنګ پیلونکي نه وو

    Feb 03, 2026 02:51

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د دفاع په لوړې شورا کښې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي استازي علي شمخاني په یو لړ څرګندونو کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې مونږ په تیرو اوو څلویښتو کلونو کښې هیڅکله د جنګ پیلونکي نه وو وویل تهران له امریکا سره د عملي خبرو اترو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او د جنګ د رامینځته کیدا د مخنیوي امکان شته.

  • صهیونیسټ نیواکګرانو د امریکا په ملاتړ سره په غزې کښې د نسل کشۍ جنګ زیات کړی

    صهیونیسټ نیواکګرانو د امریکا په ملاتړ سره په غزې کښې د نسل کشۍ جنګ زیات کړی

    Feb 03, 2026 01:29

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د ازادۍ لپاره د خلق جبهیې په یوې بیانیې کښې ټینګار وکړ چې نیواکګرانو د امریکا له ملاتړ څخه په برخمنیدا سره په غزې کښې د نسل کشۍ جنګ زیات کړی او په وینې او جنګ سره د میداني واقعیتونو د تپلو هڅه کوي.

  • یمن د صهیونیسټ رژیم لپاره نیغ په نیغه چیلنج دی

    یمن د صهیونیسټ رژیم لپاره نیغ په نیغه چیلنج دی

    Feb 03, 2026 01:07

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «یروشلم پوسټ» صهیونیسټي ورځپاڼې په یوه راپور کښې ولیکل چې د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو اختلافات د یمن د انصار الله غورځنګ د توان د زیاتیدا او یمن هم د صهیونیسټ رژیم نیغ په نیغه امنیتي چیلنج بدل شوی دی.

  • له ایران سره د خبرو اترو په حال کښې یوو

    له ایران سره د خبرو اترو په حال کښې یوو

    Feb 03, 2026 00:46

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ یوځل بیا د خپلو ګډووډو ادعاګانو په تکرارولو سره وویل مونږ له ایران سره د خبرو اترو د ترسره کولو په حال کښې یوو.

  • د وسلو پورته کونکي او د خلکو شهیدونکي د هیواد دښمانان دي

    د وسلو پورته کونکي او د خلکو شهیدونکي د هیواد دښمانان دي

    Feb 03, 2026 00:27

    زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر «بیرسټر ګوهر» په ملي پارلمان یعني قومي اسمبلۍ کښې په وینا کښې وویل هغه کسان چې په لاسونو کښې وسلې اخلي او خلک شهیدوي د هیواد دښمانان دي.

  • د روسیې او د اوکراین د جنګ د بندیدا په هکله د ښه خبر هیله شته

    د روسیې او د اوکراین د جنګ د بندیدا په هکله د ښه خبر هیله شته

    Feb 03, 2026 00:18

    زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ وویل د روسیې او د اوکراین ترمینځ د جنګ د بندولو هڅه کوو او د دواړو هیوادونو ترمینځ د جنګ د بندیدا په هکله د ښه خبر توقع شته.

  • د ایران پرضد د پوځي اقدام ګواښ د منلو وړ نه دی

    د ایران پرضد د پوځي اقدام ګواښ د منلو وړ نه دی

    Feb 03, 2026 00:07

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کښې د ایران په کورنیو سیاسي بهیرونو کښې د خارجي لاسوهنو په غندلو سره وویل د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د پوځي اقدام د ترسره کولو ګواښ کاملا د نه منلو وړ دی.

  • روسیه له  نړیوال تاوتریخوالي او د جنګ له زیاتیدا سره دلچسپۍ نلري

    روسیه له نړیوال تاوتریخوالي او د جنګ له زیاتیدا سره دلچسپۍ نلري

    Feb 02, 2026 23:55

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د ملي امنیت د شورا د مشر مرستیال «دیمیتري مدودف»په یو لړ څرګندونو کښې په دې خبرې سره چې ماسکو هیڅکله د نړیوالې جګړې غوښتونکی نه دی ټینګار وکړ روسیې په اوکراین کښې د ځانګړیو عملیاتو د پیلولو په وخت هم د تاوتریخوالو له زیاتیدا سره دلچسپۍ نلرله.

  • ملګروملتونو د ایران او د امریکا ترمینځ د خبرو اترو هرکلی وکړ

    ملګروملتونو د ایران او د امریکا ترمینځ د خبرو اترو هرکلی وکړ

    Feb 02, 2026 23:44

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو ویاند اسټیفان ډوجاریک»وویل دغه نړیوال ارګان د ایران او د امریکا ترمینځ د خبرو اترو هرکلی کوي.