۲۸۰۰ ساینسپوهانو د امریکا د کوربتوب پر ضد کمپاین لاسلیک کړ
May 18, 2026 06:31 Asia/Kabul
د کمپاین لاسلیک کوونکي وایي چې د امریکا سخت مهاجرتي قوانین او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د پوځي عملیاتو په اړه اندېښنې د دې پرېکړې بنسټ جوړوي.
زمونږخبریال د خبرو سرچینو له قوله راپور راکړ، د نړئ کابو ۲۸۰۰ ریاضيپوهانو او فزیکپوهانو د یوه کمپاین په ترڅ کې غوښتنه کړې چې امریکا دې د ۲۰۲۶ کال د نړیوال ریاضیاتو کانګرس د کوربهتوب له حقه محرومه شي.
د کمپاین لاسلیک کوونکي وایي چې د امریکا سخت مهاجرتي قوانین او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د پوځي عملیاتو په اړه اندېښنې د دې پرېکړې بنسټ جوړوي.
د راپور له مخې، د دغه حرکت مشري د امریکا د ځینو پوهنتونونو استادانو په لاس کې ده.
هغوی ادعا کوي چې دا کمپاین د علمي اخلاقو او نړیوالو انساني اصولو د دفاع لپاره ترسره کېږي.
ټیګونه