-
د بیلجیّم ځوانان وائي د ایران د رهبر پیغام ورباندې ډيرې اغیزې شیندلي
Jul 24, 2024 01:20د بیلجیّم ډیرو ځوانانو د ایران داسلامی انقلاب معظم لارښود ته په یوه لیک کې څه موده مخکې په امریکائي او اروپائي پوهنتونونو کې د غزې له خلکو سره د پيوستون د مظاهرو په ملاتړ کې ددوي څه مودې مخکې لیک له زړه قدرونه کړې او وئيلي ئې دي ،د تاسو د بلنې پیغام ورباندې ژورې اغیزې کړي دي.
-
د 1403 لمریز کال شعار،د خلکو په ګډون سره دتولید وده
Jul 23, 2024 12:30د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ۱۴۰۳کال د شعار نومې لړۍ له ننني اولسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،لکه څنګه چې خبر ئۍ،د اسلامی انقلاب ستر لارښود هر کال د نوی کال په لومړۍ ورځ د کال لپاره یو شعار ټاکي،د ۱۴۰۳لمریز کال لپاره ئې هم د ولس په مشارکت سره د تولید وده نومې شعار غوره کړی دی. دغه عنوان ښئ چې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ترټولو مهمه اندیښنه د اقتصاد موضوع ده .په دغې لړئ کې د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته د ایران د اقتصادي پراختیا په باب ارزونې او سپړنې کیږي، نو
-
له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره د افغانستان د درې اړخیزو سیالیو وړاندیز
Jul 23, 2024 14:09د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره د درې اړخیزو لوبو لړۍ او همدا راز یې دغه هېواد ته د بنګله دېش او زمبابوۍ د الف لوبډلو د سفر وړاندیز کړی .
-
د صهیونیسټانو بریدونو کې ۱۶ فلسطیني وګړي شهیدان شوي
Jul 23, 2024 14:08خبري سرچینو نن سهار په غزې تړانګه د صهیونیسټ رژیم په هوایي بریدونو کې د ۱۶ فلسطینیانو د شهادت خبر ورکړ.
-
د ایران بهرنیو چارو سرپرست او د یمن د ملي نجات د حکومت ویاند ترمنځ ټلیفوني خبرې
Jul 23, 2024 14:05د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یمن د ملی نجات د حکومت له ویاند او د مذاکره کوونکې ډلې له مشر سره په ټیلیفوني خبرو کې د صهیونیسټی رژیم په وړاندې د یمن له ولس او مقاومت سره د ایران په پیوستون ټینګار وکړ.
-
حماس او فتح غورځنګ د "ملي پخلاینې حکومت" په جوړولو موافقه وکړه
Jul 23, 2024 11:24د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی تایید کړه چې د غزې تر جګړې وروسته د حکومت لپاره د ملي پخلاینې د موقت حکومت د جوړولو لپاره د 14 فلسطیني ډلو ترمنځ موافقه شوې ده.
-
عربستان له ایران سره اقتصادي ملګرتیا لپاره لیوالتیا څرګنده کړی ده
Jul 23, 2024 10:28د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت د اقتصادی ډیپلوماسۍ مرستیال له تهران سره د اقتصادی ملګرتیاو لپاره د ریاض د لیوالتیا خبر ورکړ او ویې ویل: د ایران او سعودی عربستان ګډ اقتصادی کمیشن به ډیر ژر ترسره شی.
-
پر سیمه ایز امنیت د ایران، چین او روسیې د همکاریو پرېکنده اغېزه
Jul 22, 2024 12:37په نړیوالو چارو کې د ایران د ستر لارښود سلاکار علي اکبر ولایتي په ایران کې د چین له سفیر سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې په سیمه کې د ایران، روسیې او چین ترمنځ همکاري، لکه د ګډو تمرینونو په څېر، بې له شکه د امنیت او برخلیک لپاره ګټور دي.
-
د حسیني اربعین افغان زیارت کوونکو د هرکلي لپاره د ایران چمتووالی
Jul 22, 2024 11:03د ایران د سرحدي ښار تایباد ولسوال د حسیني اربعین افغان زیارت کوونکو د هرکلي لپاره د پلان او د چمتووالي خبر ورکړ.
-
د ایران او روسیې ترمنځ په کسپین سمندرګي کې ګډ تمرینات ترسره کېږي
Jul 22, 2024 10:17د 2024 سمندري ژغورنې او امنیت تمرینات به د ایران او روسیې د وړو او الوتونکو کشتیو او د کسپین سمندرګي د سرحدي هېوادونو د استازو او د آذربایجان جمهوریت په ګډون سره ترسره شي.