د 1403 لمریز کال شعار،د خلکو په ګډون سره دتولید وده
https://parstoday.ir/ps/news/event-i150604
د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ۱۴۰۳کال د شعار نومې لړۍ له ننني اولسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،لکه څنګه چې خبر ئۍ،د اسلامی انقلاب ستر لارښود هر کال د نوی کال په لومړۍ ورځ  د کال لپاره یو شعار ټاکي،د ۱۴۰۳لمریز کال لپاره ئې هم د ولس په مشارکت سره د تولید وده نومې شعار غوره کړی دی. دغه عنوان ښئ چې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ترټولو مهمه اندیښنه د اقتصاد موضوع ده .په دغې لړئ کې د اسلامی انقلاب  له بریالیتوب وروسته  د ایران د اقتصادي پراختیا په باب ارزونې او سپړنې کیږي، نو
(last modified 2024-07-23T11:37:13+00:00 )
Jul 23, 2024 16:00 Asia/Kabul
  • د 1403 لمریز کال شعار،د خلکو په ګډون سره دتولید وده

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ۱۴۰۳کال د شعار نومې لړۍ له ننني اولسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،لکه څنګه چې خبر ئۍ،د اسلامی انقلاب ستر لارښود هر کال د نوی کال په لومړۍ ورځ  د کال لپاره یو شعار ټاکي،د ۱۴۰۳لمریز کال لپاره ئې هم د ولس په مشارکت سره د تولید وده نومې شعار غوره کړی دی. دغه عنوان ښئ چې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ترټولو مهمه اندیښنه د اقتصاد موضوع ده .په دغې لړئ کې د اسلامی انقلاب  له بریالیتوب وروسته  د ایران د اقتصادي پراختیا په باب ارزونې او سپړنې کیږي، نو

     خوږو دوستانو د ایران  داسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته، د ایران د اسلامی جمهوریت اقتصاد په وروستیو  څلورنیمو لسیزو کې ډيرې ټيټې هسکې لیدلي دي؛د تپلی جنګ رانیولې، د تیلو او مرکزي بانک د مستقیم بندیز تر یوې لسیزې پورې د مشکلاتو له امله په مختلفو چیلنجونو سربیره، په وروستیو څو لسیزو کې د ایران پر اقتصادي برخې ځيني ناانډوله اقتصادي  سیاستونه هم  تپل شوي دي چې د ایران د اقتصاد پر سترو ګرافونو ئې ناخوښې اغیزې شیندلي دي. په ایران اته کلن تپلی جنګ له ډیرو لګښتونو تپلو سره یوځاي ؤ، یو داسې جنګ چې پر انساني لګښتونو سربیره  ډیر زیات تاوانونه ئې هم په ځان پسې درلودلي دي،د فرهاد ډز پسند په قلم  د تپلی جنګ په پړاؤ کې د ایران د اقتصاد په باب په د لیکل شوي کتاب کې دغوند شوو سرچینو په اساس، د ۱۳۵۹ کاله تر ۱۳۶۷لمریز کال پورې په مودې کې،د ودانیو او تاسیساتو، ماشینونو او تجهیزاتو او د توکو د موادو له ویجاړیدو څخه ایران ته د اوښتو مستقیمو تاوان اندازه  3081  ملیارډ تومانه ده.

دغه شمیرنه د ایران په نوی نظام باندې د تپلي جنګ د لوړ تاوانونو اندازه ښئ. له ۱۳۵۹ کاله تر ۱۳۸۳ پورې په کلونو کې د ایران  ټول تیلي واردات، یعني د تیلو د بازار د روڼتیا  له طلائي دورانه مخکې، د  ۴۳۲میلیارډ ډالرو برابره وه، یعني د تپلي جنګ له تاوانونو څخه ډیره  کمه اندازه. همداراز سره له دې چې په تیرو کلونو کې بایکاټونه د ایران په اقتصاد د شاک د تپلو ترټولو اصلی عامل دي،خو د هغو تاوانونو د اندازې دقیقې احصائې چې په ایران وارد شوي دی، خپرې شوي نه دي، البته د ایران د وخت خارجه وزیر محمد جواد ظریف  په دې باب د ایران په اقتصاد د امریکا د نوو بندیزونو له امله د کابو یو ټریلیّن ډالرو  اندازې پورې خبر ورکوي.   

          سره له دې چې  د ایران اقتصاد د اسلامی انقلاب له بریالیتوب ترمخکې پورې ډير مشکلات درلودل او له ډول ډول نارکارندوالي او اقتصادي او  پراختیائي مشکلاتو سره مخامخ وو، او له هغو بې حده او بې کنټروله دباؤنو سره سره چې د ایران دښمنانو  په دغو پنځه څلویښتو کلونو کې د ایران د اقتصاد په ضدپه جنګ او ترټولو سختو بندیزونو سره اعمال کړي دي، خو د د ایران د اسلامی جمهوریت له فساد سره د مبارزې او عدالت غواړي او ولسی محوره  کړچارونو په برکت سره او همداراز دارواښاد امام خمیني په رهبرئ او د اسلامی انقلاب د ځیر او هوښیار لارښود  حضرت امام خامنه اي  په لارښونو سره  په تیره بیا د اقتصادي سیاستونو د ابلاغ په حوزې او دغه راز نورو ډیرو ډګرونو او حوزو او د بیخ بینائيو او پراختیاپه حوزو کې د لویو بریاؤ شاهدان یوو.د اقتصادي دستوراتو د ارزونې محدودیّت ته په پام سره، په مختصره توګه  ئې ځینو مهمو چورلیزونو ته اشاره کوو.

                د نړیوال بانک او د درستو نړیوالو مهمو اقتصادي  موسیسو د احصایو په استناد سره ، د ایران اقتصاد په اتو رتبو لوړتیا  سره په ۱۹۷۹ کال کې د نړۍ له ۲۶ ځائيګي څخه  په ۲۰۱۷ کال کې اتلسمې روتبې ته لوړشو او اوس هم د نړۍ د اقتصاد یوشل څوم قدرت  حسابیږي.

  1.   د اسلامی انقلاب  له بریالیتوب  وروسته د ایران د اتو اقتصادي رتبو لوړتیا، په داسې حال کې تحقق موندلی چې د اومو تیلو د خرڅولو اندازه، د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه تر مخکې پورې   په څلورو کې تر یوې برخې اندازې پورې کمه  شوې او آبادي  هم له ۳۶میلیونو څخه ۸۹ میلیونو نفوسو ته زیاته شوې ده .
  2.  له دې سره په یووخت  چې د هیواد آبادي او نفوس څه دپاسه دوه برابره  شوي دي، د ایران  داسلامی جمهوریت د اقتصاد اندازه هم د داخلی اومو تولیداتو د اندازې په اساس له پیله تر اوسه پورې پنځه برابره زیاته شوې ده .
  3. د هیواد د صنعتي یونټونو شمیر له لس زره واحده،تر اته نوي زره  واحدو پروې  یعني لس ی برابره زیاتیدا چې د کیفیّت له پلوه هم به لسګونو برابره  خپلواکه او پرمختللي شوې ده، او د مونټاژ له  صنعته  په ځاي صنعت بدله شوې ده .
  4. د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته د هیواد په اقتصاد کې د خصوصي برخې  ونډه  درې برابره شوې ده .
  5. له اسلامی انقلابه مخکې د ایران دفاعي برخې یوازې پنځه فیصدي اړتیاوې په  داخلی تولیدپوره کیدلې  او دمګړئ ئې نوي فیصدي برخه داخلی تولید سره پوره کیږي  او  له دې سره سره، په کال کې څه دپاسه پنځه میلیارډ ډالرو په ارزښت  ئې صادارت هم شته چې د هیواد د ټولو اقتصادي برخو لپاره یوه مناسبه بیلګه کیدلی شي.
  6. په ښارونو کې په سلو کې سل فیصده اوسیدونکي خلک او په کلو کې هم یو نوي فیصدي اوسیدونکي خلک پاخو شوو لارو او سړکونو څخه  برخمن شوي  او له امنه ډکو ارتباطي لاروته لاس رسی لري.
  7.  له لسو کورنیو زیاتو اوسیدونکو کلو ته د سل فیصدي بریښنا رسونې    کورنیو ته د کرهڼیزو او مالدارۍ  د صنعتي کولو فرصتونه ورپه برخه کړي دي.
  8. د ښارونو ۹۸فیصدي برخې ته او د کلو اتیا فیصدي برخو ته د ګیسو د رسونې په پوښښ سره د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته د ایران د خلکو د څه دپاسه نوي فیصدي خلکو په ژوند کې بدلون راغلی دی.
  9.  د اسلامی انقلاب  له بریالیتو بوروسته  دمصرف  داندازې له څو چنده ودې سره سره د هیواد دخوراکي موادو د نوی فیصدي برخې په ځان بسیاینه،لامل شوې ده د خپل ضرورت د شیانو د پوره کیدا لپاره خلک کومه اندیښنه ونه لري.
  10.  د ملی اوومو تولیداتو   په صنعت کې  له ۱۶فیصدو څخه ۴۰فیصدو ته د ونډې زیاتیدا د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته د ایران د صنعتي ودې ښودنه کوي.
  11. د ایران غیر تیلي صادرات  له ۵۴ میلیون ډالرو څخه  ۳۱میلیارډ ډالرو ته   یعني ۵۷ برابره زیات شوي دي.
  12.   ایران  د نړیوال تجارت له ادارې سره له یوځاي کیدا پرته د نړۍ اولسم  اقتصاد په ځائيګي کې دی.
  13.  د  اسلامی انقلاب په پیل کې د هیواد درملیز صنعت  د خلکو د لاس رسی ۲۵فیصدي درمل تولیدول،خو اوس دغه درمل تر ۹۵فیصدي  برخې پورې د هیواد په داخل کې تولیدیږی.
  14.  د ایران اسلامی جمهوریت د کب نیونې د واړو ماکوګانو  له واردونکي هیواد څخه  دستر سمندر کچ کونکو کشتیو په جوړونکي هیواد بدل شوی دی.
  15.   په ملي اوومو تولیداتو کې د کرهڼې د برخې  د ونډې په اوڅاره زیاتیدا سره یعني  له یو اعشاریه  درې فیصدو څخه پنځلس فیصدي  زیاتیدا ، د اسلامی نظام یوه لویه  اوڅاره بریا ده .له هغو ټولو مشکلاتو سره سرهچې هماغه رازهیواد په اقتصادي حوزې کې ورسره لاس او ګریواندی، او هغه مشکلات چېله تیر وخت راهسې،په دغې حوزې کې موجود دي،البتهپه تیرو څلورنیمو لسیزو کې ددغو ټولو اقتصادي بریاؤ ترلاسه کیدا،له ټولو مشکلاتو، د جنګ او بندیزونو او ځینو نورو ناکارندوالو په څير له تنګڅوسره سره د هیواد هیله منونکی اقتصادي لرلید انځوروي ،په تیره بیاهغه مهال چې پوهه شوددغو بریالیتوبونو د پام وړ برخه د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له خوا د ابلاغ شوو کلی سیاستونوپامته دارهدی چې د انقلابی کړچارونو او سټراټژيوپه لړ کې ئې برابر او وړاندې شوي دي، او کهپه اقتصاد کې کومې نیمګړتیاوې هم وي ،نوپه همدغو انقلابی سیاستونو باندې د عمل نه کولو نتیجه ده. په کلي توګه ولسی کیدا،عدالتي ا جرا، له فساد سره مبارزه،په تیره بیاد ۴۴ اصل د سیاستونو په ناسمې اجرا کې له فساد سره مبارزه،د اطلاعاتي سسټمونو د رامینځةکیدا له لارې د حکومت د اقتصاديشخصیّتونو غږمله کړچار،مخکښو اقتصادي برخو ته ځانګړی پام ،دبندیزونو ترختمیدا پورې د هیواد مشکلاتو د حل نه ځنډول او دغه رازپه ایتمی خبرواترو باندې د بهرنۍ ډيپلوماسۍنه انحصار،دا ټوله هغه سپارښتنې دي چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود د مهمو اقتصادي سپارښتونو په لړ کې په دغو کلونو کې حکومتونو ته کړی دی او د سیاستونو په تیره بیادمقاومتی اقتصاد دکلی سیاستونو په چوکاټ کېپه ایجنډا کې شاملې شوي دي.په تیرو ۴۵کلونو کېله دغه شان کچ شوي ویاړمنېلارې او پراختیاسره سره،البته مهم او ضروري ټکی دا دی چېد په تیرو شپږو کلونو کېد هراړخیزو پراخو بندیزونو او ناسمو مدیریّتونو په دلیلله مخیکینو پرمختګونو سرهد هیواداقتصاديو ضعیّت او د تولیداتو ودهد خوښې وړ نه دهچې دغه مهمبهپه اقتصادي حوزې کې د خلکود واقعي ګډون د اهتمام ترڅنګدرهبرۍ د ستر مقامد کال د شعارونواو ابلاغ شوو سیاستونو تهد جدي پام په بڼه کې ګټه وړ او تر خوښې وړ اندازې ته ورسیږي.

                           خوږو دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤنو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو ،بریالی او سوکاله ژوند ولرئ.

(ژباړن؛ سیماب)