-
حماس په رفح سیمه کښې د خپلو جنګیالیو هر ډول بې وسلې کول رد کړل
Dec 01, 2025 02:28ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د حماس غورځنګ لوړرتبه غړي «حسام بدران» وویل د فلسطین په رفح سیمه کښې به زمونږ مبارزان هیڅکله تسلیم نشي او خپلې وسلې به صهیونیسټ نیواکګرانو ته ور ونه سپاري.
-
د عراق لومړي وزیر او د امریکا استازي ټام باراک خبرې وکړې
Dec 01, 2025 02:17ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق لومړي وزیر «محمد شیاع السوډاني»پرون په بغداد کښې د سوریې په چارو کښې د امریکا له ځانګړي استازي «ټام باراک» سره کتنه او خبرې وکړې.
-
په لبنان باندې د اسرائیلو تیري به دوام ولري
Dec 01, 2025 02:06ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان لومړي وزیر «نواف سلام» وویل جاجونې ښودنه کوي چې زمونږ په هیواد لبنان باندې د اسرائیلو د وروستیو اونیو د حملو او د اقداماتو زیاتول پیل شوي دي او هغه به دوام ولري.
-
هندوستان له روسیې جنګي الوتکې او دفاعي سیسټم اخلي
Dec 01, 2025 01:52ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «بلومبرګ» پرون د خبرو سرچینو وویل هندوستان اراده لري له روسیې سره د سوخو اوه پنځوس ډوله جنګي الوتکو او د ایس پینځه سوه ډوله هوايي دفاعي سیسټم د اخیستلو لپاره خبرې وکړي.
-
د امریکا په مقابل کښې د وینزویلا د انرژۍ د سرچینو دفاع کوو
Dec 01, 2025 01:38ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د وینزویلا ولسمشر «نیکولاس مادورو» د تیلو لرونکو هیوادونو ته په یوه پیغام کښې د کاراکاس پرضد د امریکا اقدامات وغندل او ویې ویل چې هیواد یې د خپلو د انرژۍ د سرچینو دفاع کوي.
-
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له علي لاریجاني سره کتنه وکړه
Dec 01, 2025 01:27ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ترکیې د باندنیو چارو وزیر «هاکان فیدان» پرون د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا له مشر «علي لاریجاني» سره کتنه او خبرې وکړې.
-
د امریکا د باندنیو چارو وزیر د اوکراین له پلاوي سره خبرې ګټورې وبللې
Dec 01, 2025 00:59زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مارکو روبیو»په فلوریډا ایالت کښې د اوکراین له یوه پلاوي سره کتنه نتیجه ورکونکې وبلله.
-
په انډونیشیا کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې قربانیانو شمېر ۳۰۳ کسانو ته رسېدلی
Nov 30, 2025 02:14رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې لا هم ۲۷۹ کسان تري تم دي او شاوخوا ۸۰ زره کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي.
-
د غزې روغتیا وزارت: له اوربند سربېره د شهیدانو شمېر له ۷۰ زرو پورته شوی
Nov 30, 2025 02:05د غزې روغتیا وزارت اعلان کړی چې پر دې سیمه د اسرائیلو د بریدونو په دوام د شهیدانو شمېر له ۷۰ زرو پورته شوی دی.
-
د کابل او اسلاماباد د بحران د کنټرولولو لپاره درې اړخیزه ډیپلوماټیکه سیالي
Nov 29, 2025 09:26پارس ټوډې – په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي ترینګلتیا زیاته شوې، درې مهم سیمهییز قدرتونه؛یعني ایران، عربستان او ترکیه د منځګړیتوب لپاره میدان ته وارد شوي دي، څو هغه بحران پيزواني کړي چې د ټولې سيمې امنیت ګواښي.