د امریکا د ولسمشر ټرامپ د حکومت لومړي کال ماتې خوړلې ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سي این این ټيلي ويژن د نظر سنجې د پایلو پراساس د امریکا اکثره خلک باوري دي چې د ولسمشر ټرامپ د حکومت لومړي کال ماتې خوړلې ده.
د امریکا اکثرو خلکو ویلي دي چې ولسمشر ټرامپ غلط لومړیتوبونه انتخاب کړي دي.
دغه راز د ولسمشر ټرامپ د حکومت د ټولو اړخونو په هکله په امریکا کښې عمومي نظر منفي دی.
د سي این این ټیلي ويژن او د ار ایس ایس چینل لخوا دغه ترسره شوې نظر سنجې ښودنه کوي چې د امریکا د خلکو له نظره د ولسمشر ټرامپ لومړیتوبونه غلط دي او د امریکا اوسني حکومت په هیواد کښې د ژوند په لوړو خرچو او لګښتونو باندې د غور کولو لپاره ډیر لږ اقدام کړی دی.
په عین حال کښې د امریکا اته پنځوس فیصده خلک باوري دي چې سپینې ماڼۍ ته د ټرامپ د دوهم ځل رسیدا کښې د هغه د حکومت لومړی کال یوه ماتې ده.