ایران په اشغال شوي قدس کې د کولمبیا د سفارت پرانیستل وغندل
پارس ټوډی ـ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په اشغال شوي قدس کې د خپل سفارت د بېرته پرانیستلو په اړه د کولمبیا د حکومت اقدام په کلکه غندلی دی.
د صداوسیما خبري اژانس په حواله، د پارس ټوډی د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې په اشغال شوي قدس کې د کولمبیا د سفارت د بېرته پرانیستلو اقدام په کلکه غندلی او هغه یې د ملګرو ملتونو له منشور او د نړیوالو حقوقو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې بللی دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي: «قدس د فلسطین د خاورې نه بېلېدونکې برخه ده او ټول دولتونه د نړیوالو حقوقو له مخې مکلف دي چې له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې د صهیونیستي رژیم د اشغال د په رسمیت پېژندلو په معنا وي.»
په اعلامیه کې زیاته شوې ده: «له شک پرته، د کولمبیا د اوسني واکمن پلاوي له یوه اشغالګر او نسلوژونکي رژیم سره همغږي او د فلسطین د خاورې اشغال ته مشروعیت ورکول، د خپلواکۍ او عدالتغوښتنې له هغو ارمانونو سره په ښکاره ټکر کې دي چې د دغه هېواد او لاتینې امریکا د خلکو د مبارزو د تاریخ مهمه برخه جوړوي.»
د اعلامیې په پای کې راغلي دي: په اشغال شوي قدس کې د کولمبیا د سفارت د بېرته پرانیستلو اقدام د ملتونو د برخلیک د ټاکلو د حق د درناوي په اړه د دغه هېواد له نړیوالو حقوقي ژمنو سره په ټکر کې دی او د اشغال د تأیید او د فلسطین د ملت د برخلیک د ټاکلو د حق د نقض په معنا دی.
ایران ویلي، د کولمبیا حکومت باید د خپلې هغې غیراخلاقي پرېکړې د پایلو مسؤلیت ومني چې له نړیوالو حقوقو سره په ټکر کې ده.