-
ګوټرش له ظريف سره د يمن په اړه ټيلفوني صلاح مشورې وکړې
Mar 03, 2021 01:43د ملګرو ملتو مشر آنتونيو ګوټرش بېګا د ايران د اسلامي جمهوريت له خارجه وزير محمد جواد ظريف سره د يمن د حالاتو په باره کښې خبرې اترې وکړې.
-
د ايران په سراوان کښې د سپاه په موټر ترهه ګريزه حمله
Mar 03, 2021 01:05د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د زمکني ځواک د قدس سيمه ايز هېډکوارټر عمومي روابطو په سراوان کښې د سپاه په موټر د ترهه ګرې ډلګۍ د عناصرو د حملې په باره کښې يوه خبرتيا جاري کړه.
-
امریکا برجام ته له استنېدو پرته بله چاره نه لري
Mar 02, 2021 10:07د ایران د اسلامي جمهوریت د دولت ویاند ټینګار کړی چي د فشار سیاست ماته خوړلې او امریکا برجام ته د بیرته استنېدو پرته هیڅه لاره نه لري.
-
د سعودي په تېری ګر ائتلاف باندې وسلې دي خرڅي نه شي
Mar 02, 2021 10:05په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی وویل: هغه لوري دي چي د جګړې د بندولو خبرې کوي باید د سعودي په تیری ګر ائتلاف باندې د وسلو له خرڅولو څخه لاس واخلي.
-
دښمن د اسلامي انقلاب له پایلو سره په مقابله کښې ناتوانه دی
Mar 02, 2021 02:42د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان ټینګار وکړ چې دښمن د ایران د اسلامي انقلاب له پایلو سره د مقابلې توان نه لري.
-
د واکمنې شورا د پریکړه لیک تصویبیدل د ډیپلماسۍ ګواښونکې دي
Mar 02, 2021 02:11د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په واکمنې شورا کښې د پریکړه لیک د تصویبولو لپاره هر ډول کوشش، غیررغنده او د ډیپلماسۍ لپاره یو ګواښ وباله.
-
په ایران ددباؤ او بندیزونو په ناکامۍ د امریکااعتراف ستربریالیتوب دی
Mar 01, 2021 11:35د ایران داسلامی جمهوریت د ولسمشر په ویډیوئي شتون سره ، نن په یولړ دستورو کې د ایران په جنوب کې دکنګان پيټروکیمیکل چاڼځاي او په لویدیځ کې په ورځې کې د اوومو تیلو د پنځه شپیته زره بیرلو په تولید سره د آذرایلام تیلی میدان د پراختیا پروژې افتتاح شوې او د ایران دجنوب کیان عسلویه پيټروکیمیکل پروژې اجرائي عملیات هم پيل شول .
-
په ایران کې ۱۰۸نور کسان هم د کروناویروس قرباني شول
Mar 01, 2021 13:06د هیوادونو درسمي احصایو په اساس کرونا ویروس تر دې دمه په درستې نړۍ کې څه ډپاسه یو سل څوارلس میلیون کسان ککړ کړي چې له دوي څه دپاسه دوه میلیون پنځه لکه څلور څلویښت زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
-
دIAEA واکمنه شورا دې اوسني حالات لاترینګلي نه کړي
Mar 01, 2021 12:23د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر علی اکبر صالحي پرون په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي ، که واکمنې شورا،د الحاقي پروټوکول د درولو په باب د ایران د اقدام په اړه د ایران په ضدکوم پریکړه لیک صادر کړ،، نو ایران به هم مناسب غبرګون وښئ او په دې لړ کې ئې آژانس ته یو لیک هم استولی دی .
-
که بندیزونه لغوه نه شي ،IAEAته هیڅ ډول اطلاعات نه ورکوو
Mar 01, 2021 12:05د ایران اسلامی شورا هم دبندیزونو دلغوه کولو دقانون په تصویبولو سره حکومت پابند کړی چې د ا مریکا دبندیزونو ددوام په بڼه کې دې د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره ملګرتیا محدوده کړي او دنړیوالې ایټمي موافقې په اساس دې دخپلو ژمنو دکمیدا په باب لازیات ګامونه پورته کړي .