د ایران اسلامي جمهوریت:
امریکا برجام ته له استنېدو پرته بله چاره نه لري
د ایران د اسلامي جمهوریت د دولت ویاند ټینګار کړی چي د فشار سیاست ماته خوړلې او امریکا برجام ته د بیرته استنېدو پرته هیڅه لاره نه لري.
د ایران د اسلامي جمهوریت د دولت ویاند علی ربیعی په یوه خبري ناسته کې وویل: د بهرني سیاست په ډګر کې دولت له اولي ورځې څخه د منطق په اساس فیصلې تر سره کړي او د بندیزونو د لیري کولو په لټه کې وو.
ربیعي زیاته کړه: د ایران د امنیتي کولو کړۍ مو د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د ۲۲۳۱ پرېکړه لیک په تصویبولو سره ماته کړه.
د ایران د اسلامي جمهوریت د دولت ویاند ټینګار وکړ چي د امریکایي سیاستوالو له خولې د فشار سیاست ماته خوړلې او امریکا برجام ته د بیرته راستنېدو پرته هیڅه چاره نه لري.
د اروپا له لوري د یوې غیر رسمي غوندي د تر سره کېدو تر وړاندیز وروسته د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي وه چي د امریکا د غلیمانه اقداماتو او ورسره د اروپایي هیوادونو ملتیا ته په کتو سره ایران د دغه وړاندیز وخت ناسم بولي.
خطیب زاده زیاته کړه چي د امریکا په کړچار کې هیڅ بدلون نه دی رامینځ ته شوی او د بایډن اداره هم د فشار ماته خوړلې سیاست یې نه دی څنګ ته کړی او د برجام په موافقې او د ملګرو ملتونو په پرېکړه لیک یې خپله ژمنتیا نه ده ښودلې.