عزیزي: د ایران مقاومت د دښمن معادلات ګډوډ کړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i176518-عزیزي_د_ایران_مقاومت_د_دښمن_معادلات_ګډوډ_کړل
پارس ټوډی- د ایران د پارلیمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر وویل: د دښمنانو د جنګ او دباونو په وړاندې د ایران د ولس مقاومت، د تسلیمیدو، تجزیې او نسکورونې لپاره د هغوي پلانونه شنډ کړل او د سیمې په معادلاتو کښې یې جدي بدلون راوسته.
(last modified 2026-08-13T03:15:16+00:00 )
Aug 13, 2026 07:43 Asia/Kabul
  • عزیزي: د ایران مقاومت د دښمن معادلات ګډوډ کړل

پارس ټوډی- د ایران د پارلیمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر وویل: د دښمنانو د جنګ او دباونو په وړاندې د ایران د ولس مقاومت، د تسلیمیدو، تجزیې او نسکورونې لپاره د هغوي پلانونه شنډ کړل او د سیمې په معادلاتو کښې یې جدي بدلون راوسته.

پارس ټوډی د مهر خبري آژانس له قوله لیکلي چې ابراهیم عزیزي د سیمې بدلونونو او وروستي جنګ ته په اشارې سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت به د دښمن ګواښونو او دباوونو ته تسلیم نه شي او د ایران ولس په خپلې ځمکنۍ او کلتروي بشپړتیا باندې د تیري اجازه نه ورکوي.

هغه په دې خبرې سره چې «تسلیم، تقسیم او نسکورول» د ایران له اسلامي جمهوریت سره په مقابله کښې د دښمن درې اصلي اهداف وو، زیاته کړه: د ایران د ولس مقاومت سبب شو چې دغه پلانونه شنډ شي او دښمن خپلو موخو ته په رسیدو کښې پاتې راشي.  

هغه همداشان د هرمز تنګي د مدیریت پلان ته په اشارې سره، هغه د ایران د اسلامي جمهوریت یو ډیر مهم اقدام وباله او څرګنده یې کړه: په دې پلان کښې ټاکل شوې ده، هیڅ دښمن هیواد چې د هغو هیوادونو ترڅنګ وي چې د ایران سرچینې یې کنګل کړې دي، له هرمز تنګي د استفادې اجازه ونه لري.

هغه همداشان له سیمې د څه باندې ۹ زره امریکايي پوځیانو وتلو ته په اشارې سره وویل: که د سیمې هیوادونه دې نتیجې ته رسیدلي چې په امریکې باندې په ملا تړلو سره خپل امنیت نه شي تامینولی، نو په غلطو محاسبو سره دې ځانته لګښتونه نه جوړوي.