-
بلغاریا ته د عراقچي خبرداری؛ په ایران باندې په پوځي یرغل کې برخه اخیستل مسئولیت لري
Jul 31, 2026 07:22پارس تودی – د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د خپل بلغاریې هم څنګ د تلیفوني تماس په ځواب کې، د دې هېواد د امریکا له غوښتنې سره موافقه چې د پوځي عملیاتو د ملاتړ په موخه د "بزمیر" هوایي اډه کې پوځي الوتکې ځای پر ځای کړي، وغانده.
-
د اردن په الازرق هوايي اډه کې د درېیو F-35 جنګي الوتکو بشپړ ویجاړول او درېیو نورو ته د درنو زیانونو اوښتل
Jul 30, 2026 17:26پارس ټوډی – د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په یوې اعلامیه کې ویلي، د قشم ټاپو پر وړاندې د امریکا د برید په ځواب کې د سپاه د هوافضا ځواک ځواکونو د اردن د الازرق هوايي اډې کې د امریکا د F-35 جنګي الوتکو د تمځای او ترمیم پر تالار د څو بالستیک توغندیو په برید سره درې F-35 جنګي الوتکې په بشپړه توګه ویجاړې کړې او درېیو نورو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
-
د بریتانیا د جګړې ضد غورځنګونو له حکومت غوښتي، د ایران پر ضد د یرغل ملاتړ ودروي
Jul 30, 2026 15:48پارس ټوډی – په بریتانیا کې یو شمېر جګړې ضد بنسټونو د انډي برنهام پر نوي جوړ شوي حکومت فشارونه زیات کړي او غوښتنه یې کړې چې لندن دې د ایران پر ضد د امریکا له پوځي یرغل څخه خپل ملاتړ ودروي او امریکا ته دې د خپلو پوځي اډو د کارولو اجازه هم لغوه کړي.
-
له نجف څخه تر کربلا پورې د حسيني اربعین د زیارت کوونکو پلی مزل + انځورونه
Jul 30, 2026 15:13د حسيني اربعین په رانږدې کېدو سره، د عراق له بېلابېلو ښارونو څخه د امام حسین (ع) د سپېڅلي حرم زیارتکوونکي د شیعه مسلمانانو د درېیم امام د سپېڅلي حرم پر لور روان دي.
-
سردار ابنالرضا: د شهیدانو وینه د ایران دفاعي ځواک لا پیاوړی کوي
Jul 30, 2026 14:55پارس ټوډی – د ایران د دفاع او د وسلهوالو ځواکونو د ملاتړ وزارت سرپرست، د شهید پیلوټ جنرال مجید کاظمي د سپېڅلي جسد د بېرته ستنېدو په مناسبت په خپل پیغام کې ټینګار کړی، چې د شهیدانو لاره به د ځواکونو، پوهانو، انجنیرانو او د دفاعي صنعت د خدمتګارانو په ټینګې ارادې دوام ومومي.
-
هغه هیوادونه چي له یرغلګرو سره مرسته کوي، که ځانونه اصلاح نه کړي، له سخت ځواب سره به مخ شي
Jul 30, 2026 12:03پارس تودی- د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د یوې اعلامیې په ترڅ کې اعلان وکړ چي هغه هیوادونه چي له یرغلګرو سره مرسته کوي، که خپل چلند اصلاح نه کړي، زمونږ له خوا به سخت ځواب ورکول شي.
-
د تهران څخه تر کازان پورې؛ تاتارستان له ایران او د بریکس له نویو غړو سره د همکاریو پراختیا ته لومړیتوب ورکړ
Jul 30, 2026 11:47پارس ټوډی - د روسیې د تاتارستان جمهوریت ولسمشر ویلي، د بریکس غړو هېوادونو، اسلامي نړۍ، سوېل ختیځې اسیا او لاتینې امریکا له هېوادونو سره د همکاریو پراختیا د دغه جمهوریت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.
-
حشد الشعبي د عراق د وسله والو ځواکونو نه بېلېدونکې برخه ده
Jul 30, 2026 11:18پارس تودی- په عراق کې د ایران مخکنی سفیر په دې باندې په ټینګار سره چي حشد الشعبي د عراق د قانونی وسله والو ځواکونو نه بېلېدونکې برخه ده، وویل: د حشد الشعبي په مرکزونو د امریکا او عربستان بریدونه، د عراق د ملي واکمنتیا ښکاره نقض دی او هیڅ توجیه نه لري.
-
تر وروستي سولګۍ پورې د یرغلګرو په وړاندې د ایران له خاورې او د هغه له خپلواکۍ څخه دفاع کوو
Jul 30, 2026 10:58پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د فوځ لوی درستیز په یوه پیغام کې ټینګار وکړ چي فوځ، د ایران له ولس سره په خپله ژمنه ولاړ دی او تر وروستي سولګۍ پورې به له سپېڅلی اسلام نظام د ایران له پاکې خاورې او د یرغلګرو په وړاندې د هغه له خپلواکۍ څخه دفاع وکړي.
-
د ایران او تاجیکستان ګډ فلم په روسیه کې نړیواله جایزه وګټله
Jul 29, 2026 15:30پارس ټوډې – د ایران او تاجیکستان ګډ سینمایي فلم «ماهی در قلاب» د روسیې په پسکوف ښار کې د ۲۰۲۶ کال د جولای له ۲۳ تر ۲۶ نېټې پورې د جوړ شوي اووم نړیوال فلمي فیسټیول «د لوېدیځ دروازې» کې د دې فیسټیول تر ټولو د سترې جایزې په ګټلو بریالی شو.