په عراق کې د ایران مخکنی سفیر:
حشد الشعبي د عراق د وسله والو ځواکونو نه بېلېدونکې برخه ده
-
د ایران د اسلامي جمهوریت مخکنی سفیر حسن کاظمي قمي
پارس تودی- په عراق کې د ایران مخکنی سفیر په دې باندې په ټینګار سره چي حشد الشعبي د عراق د قانونی وسله والو ځواکونو نه بېلېدونکې برخه ده، وویل: د حشد الشعبي په مرکزونو د امریکا او عربستان بریدونه، د عراق د ملي واکمنتیا ښکاره نقض دی او هیڅ توجیه نه لري.
د پارس تودی له راپور سره سم، په عراق کې د ایران د اسلامي جمهوریت مخکنی سفیر حسن کاظمي قمي تېره شپه په یوه ټلویزیونې خپرونه کې په عراق کې په حشد الشعبي باندې بریدونو ته په اشارې سره، جوته کړه: حشد الشعبی د عراق د وسله والو ځواکونو د نه بېلېدونکې برخې په توګه له برید سره مخ شوی دی، دا برید په داسي حال کې شوی چی لاهم د عربستان په تیلي تاسیساتو باندې د برید په هکله د حقیقت موندنې د کمیټې د څېړنو پایلې لاهم نه دي اعلان شوي، دا ښودنه کوي چي وار له مخکې په سیمه کې د شخړو د زیاتولو لپاره پلانونه تر سره شوې وه.
هغه دې ته په اشارې سره چې د عراق د مقاومت ډلو پر سعودي عربستان په بریدونو کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي، زیاته کړه: دغه بریدونه د هغو شبکو له لوري ترسره شوي چې له اوکراین سره تړاو لري او د سیمې په بېلابېلو ځایونو، لکه د عراق په شمال، متحده عربي اماراتو، بحرین، سوریې، کویټ او سعودي عربستان کې ځای پر ځای شوي دي او د عربو هیوادونو فوځیانو ته د بېپیلوټه الوتکو د روزنې په پلمه فعالیت کوي.
کاظمي قمي ټینګار وکړ: د دغو بریدونو اصلي موخه د عراق او سعودي عربستان ترمنځ د شخړې رامنځته کول او په سیمه کې د کړکېچ لا زیاتول دي؛ هغه څه چې د امریکا او صهیونیستي رژیم په ګټه تمامېږي.
تر دې وړاندې، د عراق اسلامي مقاومت د امریکا او سعودي عربستان د ګډ یرغل په غبرګون کې، د خپل ځواب د حتمي کېدو په ټینګار سره اعلان کړی و چې هر وخت حالات مناسب شي، په سعودي عربستان کې به د امریکا تجهیزات او ګټې په نښه کړي.
د عراق د میهني حکمت بهیر مشر سید عمار حکیم، هم د امریکا او سعودي عربستان له لوري د عراق په بېلابېلو ولایتونو کې د الحشد الشعبي پر یو شمېر مرکزونو بریدونه وغندل.
همدارنګه، د عراق د شیعه سیاسي بهیرونو د همغږۍ چوکاټ هم په یوه اعلامیه کې پر عراق د امریکا او سعودي عربستان یرغل وغنده او ویې ویل چې دغه بریدونه د هېواد وضعیت لا پسې پېچلی کوي.