امریکا ولې د یمن کړکېچ په ایران پورې منسوبوي؟(سیاسی تبصره)
-
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوي ټینګار کړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دروغ د واقعیت ځای نشي نیولی؛ د یمن انصارا ... غورځنګ یو خپلواک ه لوبغاړی دی چې د چاپيروي نه کوي،بلکې خپله پرېکړه پخپله کوي، د بل چا نیابتي ځواک نه دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویندوي اسماعیل بقايي دغه څرګندونې په دقیق ډول هغه موضوع په ګوته کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ئې د پټوَلو هڅه کوي. واشنګټن یو ځل بیا غواړي د یمن کړکېچ له خپل اصلي تاریخي او واقعي زمینې جلا کړي او ایران د سیمې د بېثباتۍ د اصلي لامل په توګه معرفي کړي. امریکائي خارجه وزیر مارکوروبیو په دې ادعا سره چې د یمن انصارا... د ایران عامل او نیابتي ځواک دی او ایران د سعودي عربستان پر وړاندې د دغه غورځنګ د ځینو بریدونو تر شا ولاړ دی، په حقیقت کې یو سیاسي روایت جوړوي؛ داسې روایت چې هدف ئې د امریکا له مسؤولیته تېښته او په سیمې کې د دغه هېواد لاسوهونکې پالیسۍ ته د توجیه برابرول دي.
د ایران او د یمن د انصارا... اړیکه یو پېژندل شوی واقعیت دی. تهران د یمن له مقاومت څخه سیاسي او سټراټیژیک ملاتړ کوي او دغه اړیکه په تېرو کلونو کې لا ژوره شوې ده. خو له دې واقعیته دا نتیجه نه شي اخیستل کېدلی چې انصارا.... د تهران تر مستقیمې قوماندې لاندې یو ځواک دی او هر عملیات ئې د ایران په امر ترسره کېږي. ان د امریکا څېړنیزو مرکزونو هم په خپلو مطالعاتو کې د انصارا... پر خپلواکه پرېکړهکولو ټینګار کړی دی. د روبیو اصلي ستونزه همدلته ده. هغه په قصدي ډول د اتحاد ، ملاتړ او قوماندې ترمنځ روښانه توپیر نه کوي، څو د انصارا... هر اقدام په مستقیم ډول په ایران پورې منسوب کړی شي.
د دغه تحریف تر شا یوه مشخصه سیاسي موخه ده. امریکا غواړي هر سیمهییز کړکېچ د ایران او د هغه د نیابتي ځواکونو د ګواښ په چوکاټ کې تعریف کړي، څو خپل پوځي شتون او مداخلتونه روا وبریښوي. په دغه روایت کې د یمن تاریخ له پامه غورځول کېږي؛ هغه جنګ چې په ۲۰۱۵ کال کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف له پوځي مداخلت سره پیل شو او امریکا هم د جنګ په کلونو کې له دغه ائتلاف څخه استخباراتي، پوځي او لوجسټیکي ملاتړ وکړ. واشنګټن اوس نه غواړي څوک دا پوښتنه وکړي چې کومو قدرتونو د یمن جنګ په یوه اوږدمهاله بشري او امنیتي ناورین بدل کړ . له همدې امله تر ټولو اسانه لاره غوره کوي؛ یعنې ایران تورنوي، څو خپل مسؤولیت او رول پټ کړي.
خو د جنګ په ډګر کې واقعیت داسې اجازت نه ورکوي. د یمن انصارا... اوس یو پیاوړی یمني لوبغاړی دی چې د څه باندې یوې لسیزې جنګ په ترڅ کې ئې خپلواکه سیاسي جوړښت او پوځي وړتیاوې پیاوړې کړې دي. د سعودي عربستان او د هغه له متحدو ځواکونو سره د مقابلې په اړه د دغه ولسی غورځنګ پرېکړه د یمن د امنیت او راتلونکي په اړه د همدغه غورځنګ د خپلو محاسبو یوه برخه ده. د دغو پرېکړو په اتومات ډول پر تهران پورې منسوبول، تر دې چې تحلیل وي، تر ډېره حده د مسؤولیتونو د بدلولو لپاره یوه سیاسي هڅه ده.
د دغه روایت اهمیت د ایران لپاره یوازې له امریکا سره تر لفظي اختلاف پورې محدود نه دی. واشنګټن په داسې شرایطو کې د یمن په بریدونو کې د ایران د لاس وهلو ادعا کوي چې سیمه د خپل امنیتي وضعیت له پلوه له یوه تر ټولو حساس پړاوه تيریږي. بابالمندب، سور سمندر، فارس خلیج او هرمز تنګی له یو بل سره تړلي دي او په دغې جغرافیې کې هر پوځي بدلون د انرژۍ امنیت او نړیوال تجارت تر اغېزو لاندې راوستلی شي. په داسې شرایطو کې د یوه سیمهییز لوبغاړي عملیات په ایران پورې منسوبول ، داسې یوه سیاسي زمینه برابرولی شي چې له مخې ئې له ایران سره د مقابلې ساحه پراخیږي.
د واشنګټن هدف تر دې روښانه دی چې پېچلي تفسیر ته اړتیا ولري:
لومړی، د «ایران د ټولو بحرانونو تر شا دی» په نامې سره د انځور رامنځته کول؛
دویم، د سیمهییزو لوبغاړو اقدامات په تهران پړرې منسوبول؛
درېیم، پر ایران د دباؤ یا پوځي اقدام لپاره سیاسي توجیه برابرول.
دا هغه تګلاره ده چې د امریکا په سیاست کې له کلونو راهیسې تکرارېږي. امریکا لومړی یو سیمهییز لوبغاړی د ایران د اړونده ځواک په توګه معرفي کوي، بیا د هغه اقدامات «د ایران برید» ګڼي او په پاي کې خپل پوځي غبرګون د روا دفاع په توګه معرفي کوي.
د ایران اسلامي جمهوریت د یمن له انصارا...سره خپلې اړیکې نه ردوي، خو د دغه غورځنګ د خپلواکو پرېکړو مسؤولیت هم نه مني. دغه توپیر باید روښانه وي. د سیمې له مقاومتي بهیرونو ملاتړ یوه سټراټیژیکه پالیسي ده؛ خو د «عملیاتو د قوماندې» تور منل ،بیا په بشپړه توګه بل څه دي. واشنګټن یوازې د یوه نوم یاسټيکر په کارولو سره د سیمهییزو لوبغاړو د پرېکړې خپلواکي له منځه نشي وړلی او د خپلو سیاستونو له امله رامنځته شوي بحرانونه پر تهران نشي تپلی.