د عراق او د عربستان خارجه وزیرانو سلامشوره وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i177996-د_عراق_او_د_عربستان_خارجه_وزیرانو_سلامشوره_وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق د بهرنیو چارو وزارت نن سهار وختي وویل د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین د سعودي عربستان له خارجه وزیر فیصل بن فرحان سره په ټيلي فوني خبرو کښې د سیمې د حالت او وروستیو بدلونونو په هکله غور وکړ.
(last modified 2026-09-12T00:44:59+00:00 )
Sep 12, 2026 05:12 Asia/Kabul
  • د عراق او د عربستان خارجه وزیرانو سلامشوره وکړه

زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق د بهرنیو چارو وزارت نن سهار وختي وویل د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین د سعودي عربستان له خارجه وزیر فیصل بن فرحان سره په ټيلي فوني خبرو کښې د سیمې د حالت او وروستیو بدلونونو په هکله غور وکړ.

د عراق د بهرنیو چارو وزرات د دغه سلامشورې نور جزیات ورنکړل او یوازې یې وویل دواړو لورو په سیمه کښې د وروستیو حالاتو په  هکله خبرې وکړې.

دغه ټیلي فوني خبرې له دې څو ساعته وروسته وشوې چې عربستان ادعا وکړه د تیرې  پنجشبې ورځې په سهار د عربستان د تیلو په نل لیکې باندې برید له عراق څخه شوی.

د عربستان د دغه ادعا له مطرح کیدا وروسته د عراق حکومت وویل وروسته له دې چې ثابته شوه حمله د عراق په جنوب کښې له میسان ولایت څخه شوې ده د میسان د عملیاتو قومندان له خپلې څوکۍ څخه لیرې کړی شو.