-
له اسلامي جمهوریت څخه د نړۍ د مستکبرانو غصه له دې امله ده چې تسلط او استبداد ته نه تسلیمېږي
Feb 17, 2025 13:48د انقلاب معظم رهبر نن سهار د ختیځ آذربایجان له خلکو سره په کتنه کې وویل: زموږ انقلاب د کلمې په حقیقي معنی له تیارو سره د رڼايي مبارزه وه، د حق او باطل تر منځ مبارزه وه، د ایران سل په سلو کې لوړ انقلاب، د ایران د ملت لوړتیا او د ایران د راتلونکي د عظمت او د ایران د ملت د هویت څرګندول وو، نن سبا هم هماغه ډول دی. د خدای په فضل تر نن ورځې پورې بریالي یو، تر نن ورځې پورې په دې لاره کې توانېدلي یو چې مخکې ولاړ شو، هو په بشپړه توګه هغه هدفونه مو ترلاسه نه کړل چې انقلاب زموږ لپاره ټاکلي وو.
-
د دین خبرونه؛ د نړۍ د مشرانو په دیني غونډه کښې د ګډون لپاره ایران ته بلنه؛ د ایران او د جاپان ترمینځ د دیني ارتباطاتو پراختیا
Feb 17, 2025 11:00پارس ټوډی – په ایران کښې د جاپان سفیر د ایران د دینونو او د مذهبونو په پوهنتون کښې په شتون سره د جاپان د پوهنتونونو او د ایران د دغه پوهنتون ترمینځ د عملي او د کلتوري ارتباطاتو په پراختیا ټینګار وکړ.
-
د ایران انجلۍ، د بریکس د کال څیړانده شوه/ په ۲۰۲۵ میلادي کال کښې د بریکس د لومړیتوبونو ټاکل
Feb 17, 2025 10:30پارس ټوډی – د تهران پوهنتون د نړۍ د مطالعاتو د پوهنځي محصیلې د بریکس ډلې او د شانګهايي د ملګرتیا موسسې د دوه زره پینځویشتم میلادي کال د ځوانې محققې مقام وګاټه.
-
بقاي: له ایراني کډوال سره د امریکا د حکومت چلند غیر عادلانه او غیر انساني دی
Feb 15, 2025 08:29پارس ټوډی ـ د ایران د بهرنيو چارو د وزارت وياند د ځينو ايراني اتباعو په ګډون له کډوالو سره د امريکا د حکومت سپکاوى کوونکي چلند غيرعادلانه او د بشري حقوقو له معيارونو سره په ټکر کې وباله.
-
د خبرواترو په باب د ټرمپ سیاست دوه مخی دی
Feb 13, 2025 01:07پارس ټوډې- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د ایران په ضد د امریکا د کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ په سیاستونو په نیوکو سره ووئيل، دټریبیون په وړاندې وائي ، غواړي ، خبرې اترې وکړي، خو له بل پلوه درستې لارې بندوي.
-
دوستان د ایران په دفاعې وړتیاو ویاړي او دښمنان ورڅخه ویره لري
Feb 12, 2025 12:49پارس تودی- امام خامنه ای په دفاعي برخه کې د نوښتونو په دوام باندې په ټینګار سره، د سږ کال د سلوغۍ د دوه ویشتمې ولسي لاریون، د دښمن د رسندویې بریدونو لاندې یوه لوی ملي خوځښت وبلله او له خلګو څخه په مننې سره، وویل: ولس د وحدت نعرې ووهلې او د دښمن د دوامدارو ګواښونو په وړاندې د ایرانیانو مقاومت، هویت، شخصیت او وړتیا څرګند کړ.
-
تهران کښې د دیني لږکیو د شهیدانو له درنښت سره په یووخت د دینونو ترمنځ د خبرو اترو د ترسره کولو لپاره د ایران وړاندیز
Feb 12, 2025 07:10پارس ټوډی – د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د شپږڅلویښتمې کلیزې د لمانځلو دستورې د هیواد د بیلابیلو ښارونو په کلیساګانو او کنیساګانو کښې د الهي دینونونو د پیروانو په ګډون سره وشوې.
-
اته دېرش مډالونو ګټل؛ ایرانيو نجونو د تکواندو او هلکان د غیږ نیونې قهرمانان شول
Feb 11, 2025 09:09پارس ټودی - د ایران د ښځو د تکواندو ملي لوبډلې د ۱۱ رنګا رنګ مډالونو په ګټلو سره د ۲۰۲۵ کال د متحده عربي اماراتو د فجیره ازادو سیالیو اتلولي خپله کړه.
-
موږ به هېڅکله پردیو ته سر ټیټ نه کړو/ ټرمپ که د خبرو اترو په لټه کې وي، نو ولې یې دا تېروتنې وکړې؟
Feb 11, 2025 04:04پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر دې ته په اشارې سره چې د ایران ملت به هېڅکله هم پردیو ته سر ټیټ نه کړي، وویل: "که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبرو اترو په لټه کې وي، نو ولې یې دا تېروتنې وکړې؟
-
کابل کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریا کلیزه ونمانځله شوه
Feb 10, 2025 01:20کابل کې د ایران سفارت له لوري د دغه هېواد د اسلامي انقلاب د بریا د ۴۶مې کلیزې مراسم ترسره شول.