د  خبرواترو په باب د ټرمپ سیاست دوه مخی دی
(last modified Thu, 13 Feb 2025 00:07:24 GMT )
Feb 13, 2025 04:37 Asia/Kabul
  • د  خبرواترو په باب د ټرمپ سیاست دوه مخی دی

پارس ټوډې- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  د ایران په ضد د امریکا د کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ  په سیاستونو په نیوکو سره  ووئيل، دټریبیون په وړاندې وائي ،  غواړي ، خبرې اترې وکړي، خو  له بل پلوه درستې لارې بندوي.

زمونږخبریال د ایرنا له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان  پرون  پخپل څلورم ولایتی سفر کې  دایران په  جنوب کې د بوشهر ښار  د  لسګونو زره خلکو په ټول کې  ووئيل، ټرمپ دنیا ګواښي چې  ایران معامله نه کوی، له یوه پلوه وائي خبرې اترې کوي،نو که د خبرواترو کس وې ،نو بیا ولې کارړنګونې کوې.؟

ډاکټر پزشکیان همداراز دې ته په اشارې سره چې دښمنان  د هیواد په داخل کې  په درز او اختلاف رامینځةکولو پسې دي،ټينګار وکړ، هغه کسان چې  د بشری حقوقو، سولې  او ارامښت  مدعی دی ،  په دروغو سره مونږ په ترهه ګر بللو تورنوي ، خو  پخپله ترور کوي،په ایران کې ئې  اتلس زره کسان ترور کړی دي.

د اسلامی ایران ولسمشر  ددې خبرې په کولو سره چې د ایران دښمنان  د اسلامی انقلاب  دبریالیتوب له هماغه پیله  دایران په ضد په دسیسو او جنګ پسې دي،زیاته کړې ده؛ هغه څوک  چې  د بشری حقوقو او انسانیّت، سولې آو آرامښت ډنډورې وهي،  اسرائيلي رژيم ته  خطرناکې وسلې ورکوي،څو بمبارئ او ترور وکړي او  بیا ادعا هم کوي چې د سیمې په امنیت پسې دي.  هغه په دې په ټينګار سره چې  ایرانیان د هیڅ ډول ګواښ  نه مني او په وړاندې ئې نه تسلیمیږي،ووئيل؛ له هیڅ یوه هیواد سره  جنګ  نه لرو، له ټولو ګاونډیانو سره  دوستي کوو ، ټول ګاونډیان  د مونږ خوئيندې وروڼه اودوستان دي ، ټول مسلمانان دي او له دوي سره به  د زړه له کومې ارتباط ولرو.