سراج‌الدین حقاني په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i178130-سراج_الدین_حقاني_په_کابل_کې_د_چین_له_سفیر_سره_وکتل
د افغان طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره چې په افغانستان کې یې دنده پای ته رسېدلې، «تودیعي» ناسته کړې ده.
(last modified 2026-09-15T01:41:47+00:00 )
Sep 15, 2026 06:08 Asia/Kabul
  • سراج‌الدین حقاني په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل

د افغان طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره چې په افغانستان کې یې دنده پای ته رسېدلې، «تودیعي» ناسته کړې ده.

باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې شوې دي.

حقاني د طالبانو او چین ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې د ژاو شینګ ونډه مثبته بللې او په دې برخه کې یې د نوموړي له هڅو مننه کړې ده.

د چین سفیر هم د دواړو خواوو ترمنځ د تاریخي اړیکو پر ارزښت ټينګار کړی او د دواړو غاړو ترمنځ یې د پراخو همکاریو غوښتنه کړې ده.

له دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له ژاو شینګ سره لیدلي و او د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې یې تاریخي او مثبتې بللې دي.