-
سردار قاآني د حماس د سیاسي دفتر د مشر د غوره کیدو مبارکي ورکړه/ د مقاومت ډلو هم د خلیل الحیه د غوره کیدو هرکلی کړی
Jul 21, 2026 12:50پارس ټوډی- د اسلاممي انقلاب د سپاه پاسدار د قدس ځواک قومندان په یو پیغام کمښې، د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر په توګه د خلیل الحیه د غوره کیدو مبارکي ویلې ده.
-
د ایران د سپاه پاسداران او پوځ په عملیاتو کښې د امریکې راډارونه او دفاعي سیسټمونه تس نس شول
Jul 21, 2026 12:19پارس ټوډی- د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سپاه هوايي ځواک د نصر۲ عملیاتو په ۲۴مه څپه کښې، د بحرین په المحرق کښې یو امریکايي راډار په بشپړه توګه ویجاړ کړ او له عملیاتي مداره یې وایسته او همداشان یې د بحرین په الرفاع کښې د پاټریوټ په نامه د امریکې د هوايي دفاع سیسټم، په یو وخت په ډرونز او توغندویو سره په نښه کړ او له مینځه یې یووړ.
-
امریکا مو دوکه کولای نه شي
Jul 21, 2026 07:38پارس تودی-د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي مشر محمدباقر قالیباف د امریکايي چارواکو د بیداری په اړه په کنایې کې وویل چې امریکا په پرلهپسې ډول سیمې ته نوي پوځي تجهیزات لېږي، خو ادعا کوي چې د جګړې د درولو په لټه کې ده.
-
واشنګټن له ایران سره د ډیپلوماسۍ لپاره چمتو دی
Jul 20, 2026 16:35د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د واشنګټن د یرغلګرو بریدونو او وعده خلافیو سربیره ادعا وکړه چې واشنګټن له ایران سره د خبرو او ډیپلماسۍ لپاره تیار دی.
-
د کویټ خلګو ته د سپاه پاسداران پیغام/ امریکایان ستاسو له خاورې څخه مسلمانان وژني
Jul 20, 2026 16:23د سپاه د عامه اړیکو دفتر په یوې تازه خبرپاڼه کې وویل: «د کویټ درنو خلکو! د کلونو راهیسې ستاسو د اسلامي خاورې ځینې برخې د امریکايي ځواکونو تر پوځي حضور لاندې دي او له دغو اډو څخه د ایران، عراق، افغانستان او فلسطین د مسلمانانو پر ضد د پوځي عملیاتو لپاره استفاده شوې او کېږي.
-
د ایران خاورې ته د امریکا له هرډول نفوذ سره به سمدستي مقابله وشي
Jul 20, 2026 16:16د سپاه پاسداران د ځمکنیو ځواکونو مرستیال، برید جنرال روحالله نوري وویل، د سپاه ځمکني ځواکونه، په ځانګړي ډول د هوايي دفاع قطعې، د نوې تجهیزاتو، دوامداره روزنې او د عملیاتي وړتیاوو د لوړولو په مټ، د بشپړې چمتووالي په لوړه کچه کې دي او د امریکایي دښمن هر ډول یرغل او نفوذ به په هماغه لومړۍ شېبه کې شنډ کړي.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په عامه تاسیساتو د امریکا بریدونه ترهګریز وبلله
Jul 20, 2026 16:15پارس تودی-د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، هېڅ ډول برید او زیان نه شي کولای د ایران د ملي حاکمیت او د خلکو د عزت د دفاع په بهیر کې د ایرانیانو اراده او هوډ کمزوری کړي.
-
د ایران بریدونه او د سیمې له هیوادونو د امریکا د الوتکو تېښته/ نیواکي فلسطین د امریکایي الوتکو نوی مقصد
Jul 20, 2026 16:12پارس تودی- امریکايي د سونتوکو رسوونکې الوتکې چي په هر ډول هوایي عملیاتو کې بنیادي رول لوبوي د ایران د بریدونو د وېرې له امله اشغال شوو فلسطیني سیمو ته لېږدول شوې دي.
-
سردار قاآني: د مقاومت او دفاع ویاړمنې لارې ته به دوام ورکړو
Jul 20, 2026 05:34پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان وویل: د حضرت آیتالله سید مجتبی خامنهای، حفظهالله تعالی، د رهبرۍ په پړاؤ کې به د مقاومت روښانه او ویاړمنې لارې ته دوام ورکړو.
-
د امریکا MQ-9 ډوله بېپیلوټه الوتکه هم د ایران ددفاعی سسټم ښکار شوه
Jul 20, 2026 06:30پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په یوې خبرپاڼې کې وئيل شوي دي، د ایران په سوېل لوېدیځ، اهواز ښار کې ئې د امریکا یوه MQ-9 ډوله بېپیلوټه الوتکه په توغندوي دفاعی سسټم سره نسکوره کړې ده.