سردار قاآني: د مقاومت  او دفاع ویاړمنې لارې ته به دوام ورکړو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i175354-سردار_قاآني_د_مقاومت_او_دفاع_ویاړمنې_لارې_ته_به_دوام_ورکړو
پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان وویل: د حضرت آیت‌الله سید مجتبی خامنه‌ای، حفظه‌الله تعالی، د رهبرۍ په پړاؤ کې به د مقاومت روښانه او ویاړمنې لارې ته دوام ورکړو.
(last modified 2026-07-20T01:59:51+00:00 )
Jul 20, 2026 05:34 Asia/Kabul
  •  د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان سردار قاآني
     د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان سردار قاآني

پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان وویل: د حضرت آیت‌الله سید مجتبی خامنه‌ای، حفظه‌الله تعالی، د رهبرۍ په پړاؤ کې به د مقاومت روښانه او ویاړمنې لارې ته دوام ورکړو.

د پارس ټوډې د راپور له مخې،  سردار قاآني په خپلې انټرنیټي پاڼې کې ولیکل: د مقاومت د جبهو قوماندانان او مجاهدین،  مقاومتي جبهې ته د معظم رهبر د مهربانۍ او لَورَینې له امله د مننې ترڅنګ، یو ځل بیا پر هغې اعتقادي وفادارۍ ټینګار کوي چې د امت له شهید امام، رضوان‌الله تعالی علیه، سره مو کړې وه. موږ اعلان کوو چې د حضرت آیت‌الله سید مجتبی خامنه‌ای، حفظه‌الله تعالی، د رهبرۍ په دوران کې به هم د مقاومت هماغه روښانه او له ویاړه ډکه لاره، چې د شهید رهبر  خوا څو ځله تایید شوې او کېږي، په ټینګ  انداز سره دوام  ورکړو.