-
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ویاند: د ایران په دفاع کې به یوه شېبه هم ځنډ ونه کړو
Jun 16, 2026 11:47پارس ټوډې- د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ویاند په دې ټینګار سره چې وسلهوال ځواکونه به د ایران په دفاع کې یوه شېبه هم ځنډ ونه کړي، وویل: تر وروستۍ شېبې او وروستۍ سلګۍ پورې به د ایران د ملت ساتنه کوو.
-
سردار قاآنی: هرځاې چې امریکايي-صهیوني دښمن له مقاومت سره ښکیل شوی، شرمیدلی دی
Jun 16, 2026 11:46پارس ټوډی- د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان وویل: امریکايي او صهیوني دښمن چې په هر ځاې کښې له مقاومت سره ښکیل شوی، په شرمونو شرمیدلی دی.
-
امیرالحبر سیاري: د هرمز تنګی او فارس خلیج د ایران د سمندري ځواکونو تر ټینګ کنټرول لاندې دي
Jun 13, 2026 06:48پارس ټوډې — د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د همغږۍ مرستیال او د لوی درستیز د دفتر رئیس، امیرالبحر حبیبالله سیاري، ویلي چې د هرمز تنګی او فارس خلیج د ایران د سمندري ځواکونو تر کلک کنټرول لاندې دي او هېڅ بېړۍ د ایران له اجازې پرته د تېرېدو توان نه لري.
-
سپاه پاسداران: ګوته مو پر ماشه ده او د دښمن هرې محاسبوي تېروتنې ته د پښېمانوونکي ځواب ورکولو لپاره چمتو یو
Jun 12, 2026 12:11پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د «۳ وعده صادق » عملیاتو او د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد د دویم تپل شوي جنګ د کلیزې په مناسبت اعلان وکړ: نن د ایران اسلامي جمهوریت د سپېڅلې دفاع او د ۱۲ ورځني او ۴۰ ورځني تپل شویو جګړو په تاریخي مبارزو کې له ارزښتناکو تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره، ګوتې پر ماشه، د دښمن هر ډول ګواښ، تېري، تعرض یا احتمالي محاسبوي تېروتنې ته د قاطع، سمدستي، دردناک او پښېمانوونکي ځواب ورکولو لپاره چمتو دی.
-
د ایران له خوا په بحرین کې د امریکا پر پنځم سمندري ځواک برید
Jun 10, 2026 06:45پارس ټوډې – د ایران د اسلامی جمهوریت د حضرت خاتم الانبیاء (ص) مرکزي قرارګاه ویلي: د امریکا د ترهګر پوځ له خوا د خپلې چورلکې د لوېدو د بېبنسټه پلمې په وړاندې کولو سره، د ایران په سوېلي سیمو کې د ترسره شوي تېري په ځواب کې، په سیمه کې د امریکا ځینې اډې د ایران د اسلامي جمهوریت د اتل پوځ او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د زړورو سرتېرو له خوا د ځواکمنو بریدونو هدف وګرځېدې.
-
جهانشاهي: د دښمن هر ډول ګواښ ته د پرېکنده ځواب لپاره لا په ماشه یو
Jun 10, 2026 06:41پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ځمکنیو ځواکونو قوماندان د دې هېواد پر پولو د مېشتو ځواکونو پر بشپړ چمتووالي ټینګار وکړ او ویې ویل، د پوځ د ځمکنیو ځواکونو قطعات په بشپړې هوښیارۍ او لوړې عملیاتي چمتووالي سره د هر ډول احتمالي ګواښ د مخنیوي او پرېکنده ځواب ورکولو ته چمتو دي.
-
حاجي بابايي: پر امریکا هېڅ باور نه لرو؛ د دښمن اقتصادي جګړه ناکامه شوې ده
Jun 10, 2026 06:39پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا د مجلس مرستیال ټینګار وکړ چې پر امریکا هېڅ باور نه لري.
-
عراقچي: هر ډول دښمنانه اقدام به له سمدستي او پرېکنده ځواب سره مخ شي
Jun 04, 2026 06:37پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: زموږ وسله وال ځواکونه له ځانه د مشروع دفاع د حق په چوکاټ کې، د دفاعي بریدونو د ترسره کولو په حال کې دي.
-
د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیزوالي: اجازه نه ورکوو چې د امت د شهید امام وینه ترپښو لاندې شي
Jun 04, 2026 06:36پارس ټوډې – د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیزوالي په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې د امت د شهید امام او نورو شهیدانو وینه به ضایع کېدو ته پرېنږدي.
-
سپاه پاسداران: دښمن اړ دی چې د ایران نوي قواعد ومني
Jun 04, 2026 06:19پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو د د انقلاب د ستر بنسټګر امام خمیني (ره) د رحلت د اووه دېرشمې کلیزې او د نېکمرغه غدیر اختر په مناسبت په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی: شرور دښمن ته خبرداری ورکوو چې اړ یاست هغه نوي قواعد ومنئ چې د ایران ملت او وسله والو ځواکونو پر میدان تحمیل کړي دي.