-
اجازه نه ورکوو چې امریکا د هرمز په تنګي کې لاسوهنه وکړي
Jul 14, 2026 05:17پارس ټوډی – د ایران د اسلامي جمهوریت د حضرت خاتمالانبیا (ص) مرکزي قرارګاه ویاند خبرداری ورکړی چې په سیمه کې د هر ډول ناامنۍ او د جګړې د پراخېدو مسؤلیت د امریکا او هغو هېوادونو پر غاړه دی چې د دغه هېواد له پوځ سره همکاري کوي.
-
د ایران د هوايي ځواک له خوا د دښمن یوه بېپیلوټه الوتکه نسکوره شوه
Jul 14, 2026 05:15پارس ټوډی – د امریکا یو بېپیلوټه الوتکه د ایران د هوايي ځواک د توغندیز سیستم له خوا نسکوره شوې ده.
-
بقايي: د شهید رهبر د وینې د غچ اخیستنې تعقیب یو جدي اصل او د ټولو غوښتنه ده
Jul 14, 2026 05:01پارس ټوډی – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، د شهید رهبر د وینې د غچ اخیستنې تعقیب یو جدي اصل او د ټولو خلکو غوښتنه ده.
-
د ناستې واليبال د نړۍ اتلولۍ؛ د ایران نارینه لوبډلې د جاپان پر وړاندې بریا خپله کړه
Jul 14, 2026 04:51پارس ټوډی – د ایران د ناستې واليبال نارینه ملي لوبډلې د نړۍ د اتلولۍ سیالیو د ګروپي پړاو په درېیمه او وروستۍ لوبه کې جاپان ته ماتې ورکړه.
-
په سیمه کې د امریکا د پوځي هدفونو پر ضد د سپاه پاسداران پراخ عملیات
Jul 13, 2026 12:17پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر په یوه خبرتیا کې په کویټ کې د امریکا د سونګو زېرمو او د پاتریوت دفاعي سیسټمونو د له منځه وړلو خبر ورکړ.
-
د هرمز تنګی او د سپینې ماڼۍ خیالونه
Jul 13, 2026 15:49پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د ایران پر جنوبي سواحلو د امریکا د پرلهپسې تېریو په غبرګون کې، په یوه اعلامیه کې د امریکا د پوځ د تېریو پر وړاندې د سخت ځواب خبر ورکړی دی.
-
په سیمه کې د ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته د تېلو بیه ۴ سلنه لوړه شوه
Jul 13, 2026 13:42د پارسټوډی د راپور له مخې، د فارس خلیج په سیمه کې د امریکا او ایران ترمنځ د ترینګلتیا له پراخېدو وروسته، په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیه ۴ سلنه لوړه شوې ده.
-
د اسیا د ځوانانو د والیبال اتلولۍ؛ ایران د هند له ماتولو وروسته هم د جدول په سر کې پاتې شو
Jul 13, 2026 13:39د ایران د ۱۸ کلونو کم عمره نارینهوو د والیبال ملي لوبډلې د اسیا د اتلولۍ په سیالیو کې هند ته ماتې ورکړه او لا هم د دویم ګروپ د جدول په سر کې پاتې ده.
-
د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر د ترور د عاملانو د مجازاتو غوښتنه د ملت حق دی
Jul 13, 2026 12:55د ایران د ملي امنیت عالي شورا مرستیال وایي، د انقلاب د رهبر او د وروستیو دوو تحمیلي جګړو د نورو شهیدانو د ترور د امر کوونکو او عاملانو مجازات د ایران د ملت حق دی.
-
ایران د پرمختللې «CAR-T حجرو» ټکنالوژۍ د لرونکو هېوادونو په کتار کې شامل شو.
Jul 13, 2026 12:47د پارس ټوډی د را پور له مخې؛ د «نړیوالو علمي او ټکنالوژیکو همکاریو د پراختیا سازمان (کانکت)» په ملاتړ، د رویان څېړنیز مرکز د دې انقلابي طریقې د کورنۍ کولو په برخه کې کار کوي.