-
بقایي: د یرغل پر وړاندې له خپله ځانه د دفاع له امله د ایران ملامتول، غیرمسئولانه او ناروا دي
Jul 13, 2026 12:39پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، پر دې په ټینګار سره چې ایران پر هېڅ ځای برید نه دی کړی، وویل: دا مسئولانه نه ده چې د نړیوالو قوانینو د ښکاره سرغړونې له امله د یرغلګرو د حسابورکولو پر ځای، ایران له خپله ځانه د دفاع له امله ملامت کړئ.
-
ایران: موږ د سیمې پر هېڅ هېواد برید ندی کړی
Jul 13, 2026 12:31د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي، موږ د سیمې پر هېڅ هېواد برید نه دی کړی، بلکې د ایران بریدونه یوازې په سیمه کې د امریکا پر مرکزونو باندې وو.
-
سيانان: له ایران سره جګړې د امریکا د وسلو زېرمې په شدت سره کمې کړې دي
Jul 13, 2026 12:21پارس ټوډې – سيانان په خپل راپور کې لیکلي: که د ایران پر وړاندې د امریکا جګړه دوام ومومي، د دغه هېواد د وسلو زېرمې به په شدت سره راکمې شي.
-
د فارس خلیج د اوبو لارې د مدیریت اداره: له هرمز تنګي څخه تګ راتګ امکان نه لري
Jul 13, 2026 12:02پارس ټوډې – د فارس خلیج د اوبو لارې د مدیریت ادارې د سنتکام د ترهګر پوځ د ادعا په غبرګون کې د هرمز تنګي د تړل کېدو خبر ورکړ.
-
صفوي: دښمن د ایران دفاعي وړتیا کمزوري نکړي شوه
Jul 13, 2026 05:40د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لوړپوړي سلاکار، سید یحیی رحیم صفوي د ایران پر وړاندې د وروستۍ جګړې په اړه څرګنده کړه: امریکا او صهیونیسټي رژیم د اسلامي جمهوریت د کمزوري کولو، د کورني انسجام د ګډوډولو او د سیمې د معادلو د بدلولو په موخه دې جګړې ته ننوتل، خو د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلل.
-
سپاه پاسداران د امریکا د تیارې وړونکو بېړیو لوژستیکي مرکزونه او د سونګ رسونې پلیټفارمونه په نښه کړي
Jul 12, 2026 13:09پارس تودی- د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د امریکا د تیارې وړونکو کښتیو د لوژیستیکي مرکزونو او د سونګ رسونې د پلیټفارمونو د له مینځه وړلو خبر ورکړی دی.
-
سپاه پاسداران د هرمز تنګی اوبلاره یې بنده کړه
Jul 12, 2026 12:42پارس تودی- د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو یکشنبه اعلان وکړ چي د هرمز تنګی تر بلې خبرتیا او د امریکا د لاسوهنو تر بندېدو پورې تړلی دی او هیڅ یوه کښتۍ د تېرېدو اجازه نه لري.
-
د اسلامي انقلاب معظم رهبر: بدله زمونږ د ولس غوښتنه ده او باید په حتمي ډول واخیستل شي
Jul 12, 2026 10:15د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله سید مجبتی حسینی خامنه ای د یوه پیغام په ترڅ کې د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې په ایران او عراق کې د لسګونو میلیونو کسانو له ګډون څخه په قدرونې سره، شهید رهبر ته په خطاب کې ټینګار کړی دی: وعده درسره کوو چي ستاسو او د دې دواړو جنګونو د شهیدانو د پاکې وینې بدله له جنایتکارو او بې حیثیتو قاتلینو څخه واخلو. دا بدله زمونږ د ولس غوښتنه ده او هرو مرو به واخیستل شي، دا جنایتکاران چي له بره یې تر لاندې پورې د ټولو لیسټ موجود دی، د پر امن مرګ هیله به قبر ته یوسي.
-
بقايي: د هرمز تنګي د کښتۍ تګ راتګ امنیت د تهران او مسقط د خبرو اصلي محور و
Jul 12, 2026 16:30پارس ټوډی – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سیدعباس عراقچي د مسقط د سفر د جزییاتو په بیانولو سره وویل، د ایران او عمان چارواکو د هرمز تنګي د تګ راتګ او کښتۍ چلونې د تنظیم په اړه خبرې وکړې او دواړو لورو هوکړه وکړه چې د هرمز تنګي د کښتۍ تګ راتګ د امنیت د تأمین لپاره به سیاسي، تخنیکي او حقوقي خبرې دوام ومومي، څو ګډ تفاهم ته ورسېږي.
-
سپاه د هرمز تنګی وتاړه؛ ایران په کومو اهدافو حمله وکړه؟
Jul 12, 2026 15:54پارس تودی - وروسته له هغه چي امریکا د ایران په جنوبي سیمو باندې بیا ځلې حملې وکړې او کوښښ یې وکړ چي په غیرقانوني ډول کښتۍ له هرمز تنګي څخه تیرې کړي، د ایران د وسله والو ځواکونو له پرېکنده ځواب سره مخ شو.