سپاه د هرمز تنګی وتاړه؛ ایران په کومو اهدافو حمله وکړه؟
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i175090-سپاه_د_هرمز_تنګی_وتاړه_ایران_په_کومو_اهدافو_حمله_وکړه
پارس تودی - وروسته له هغه چي امریکا د ایران په جنوبي سیمو باندې بیا ځلې حملې وکړې او کوښښ یې وکړ چي په غیرقانوني ډول کښتۍ له هرمز تنګي څخه تیرې کړي، د ایران د وسله والو ځواکونو له پرېکنده ځواب سره مخ شو.
(last modified 2026-07-12T11:37:22+00:00 )
Jul 12, 2026 15:54 Asia/Kabul
  • سپاه د هرمز تنګی وتاړه؛ ایران په کومو اهدافو حمله وکړه؟

پارس تودی - وروسته له هغه چي امریکا د ایران په جنوبي سیمو باندې بیا ځلې حملې وکړې او کوښښ یې وکړ چي په غیرقانوني ډول کښتۍ له هرمز تنګي څخه تیرې کړي، د ایران د وسله والو ځواکونو له پرېکنده ځواب سره مخ شو.

د امریکا د ترهګریزو ځواکونو مرکزي قومندانۍ سنټکام ادعا کړې ده چي په ایران کې د تیرې شپې پر مهال ۱۵۰ اهداف په نښه کړي دي، د دې تیریو په غبرګون کې د ایران د فوځ او همداشان سپاه ځواکونو له خوا د امریکایانو په خلاف جلا جلا عملیاتونه تر سره شول.

د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د څو خبرپاڼو په خپرولو سره اعلان وکړ، چې د هرمز تنګی تر بلې خبرتیا پورې د هر ډول تګ راتګ په وړاندې تړل شوی، د امریکایانو کښتۍ د سپاه له خوا په نښه شوې دي، او د قطر، اردن، کوېټ، بحرین، عمان او په اماراتو کې په امریکا پورې اړوندې پوځي اډې د بې پیلوټو الوتکو او بالیستیکو توغندیو پرلپسې هدف ګرځېدلي دي.

په همدې وخت کې، د ایران پوځي او سیاسي چارواکو ټینګار وکړ، چې د امریکا هر ډول دوامداره لاسوهنه یا تېری به له لا سخت او قاطع غبرګون سره مخ شي. د ایران د مذاکره کوونکو پلاو مشر محمد باقر قالیباف د ایران او امریکا تر مینځ د اوربند تفاهم ته په اشارې سره اعلان وکړ چي په یوه اړخیزه توګه د هوکړو د عملي کولو وخت ختم شوی دی، امریکایان به د خپلو خلافورزیو تاوان ورکړي.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر اعلان وکړ، چې د امریکا د ماشوم‌وژونکي پوځ د یرغل په ځواب کې په دریو پړاونو کې غچ اخیستونکې عملیاتونه کړي دي.

په لومړی پړاو کې د سپاه د هوافضا ځواک زړورو جنګیالیو د امریکا پوځي اډې په نښه کړې.  په دې عملیات کې د اردن د پرنس حسن هوايي اډې مهمې پوځي زېربناوې او تأسیسات ، او د دغې اډې د قوماندې او کنټرول مرکز او د MQ-9 بې‌پیلوټه الوتکو اډه د سپاه د هوا فضا ځواکونو له خوا په بالیسټیکو توغندیو سره، له مینځه یووړل شول.

د سپاه پاسداران د عملیاتو په دوهم پړاو کې بیا د قطر په العدید کې د امریکا ستراتیژیکه هوايي اډه د بالستیک توغندیو هدف وګرځېده، او د دغې اډې د جنګي الوتکو د ترمیم او ساتنې مرکز او همدارنګه د قوماندې مرکز په بشپړه توګه ویجاړ شول. همداشان د امریکا په جنګي کښتیو باندې پراخې توغندوي حملې وشوې.

په دریم پړاو کې د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د امریکا د تیارې وړونکو کښتیو د لوژیستیکي مرکزونو او د سونګ رسونې د پلیټفارمونو د له مینځه وړلو خبر ورکړی دی.

د سپاه په خبرپاڼه کې راغلي: «د سپاه د هوافضا ځواک جنګیالیو د عمان د دُقم په بندر کې د امریکا د تیاره وړونکو کښتیو د لوژستیکي ملاتړ مرکزونه او د سونګ رسولو تاسیسات په یوې درنې او ناڅاپي حملې سره په بشپړه توګه وځپل. دي سره همهاله د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ هم د امریکایي اهدافو په خلاف د عملیات د ترسره کولو خبر ورکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د عامه اړیکو دفتر هم اعلان وکړ: «د امریکا د جنایتکار پوځ له‌خوا د ایران د سوېلي سیمو پر ضد د پرله‌پسې بریدونو په ځواب کې، د ایران اسلامي جمهوریت پوځ د یکشنبې په سهار د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په کوېټ کې د امریکا د ترهګر پوځ د پاتریوت توغندیو دفاعي سیستم، د مهماتو زېرمتون او د رادار مرکز په نښه کړل.

همدارنګه، د ایران د پوځ د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو په بله څپه کې، په بحرین کې د امریکا د ماشوم‌وژونکي پوځ مخابراتي سیستم او د رادار مرکز هم هدف وګرځېد. د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ خبرداری ورکړ:«د دې ډول اقداماتو او په سیمه کې د ناامنۍ د رامنځته کېدو ټولې پایلې به د امریکا ـ صهیونیستي دښمن پر غاړه وي، او که دا بریدونه تکرار شي، زموږ ځوابونه به لا سخت او شدید وي.»