ایران: موږ د سیمې پر هېڅ هېواد برید ندی کړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i175106-ایران_موږ_د_سیمې_پر_هېڅ_هېواد_برید_ندی_کړی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي، موږ د سیمې پر هېڅ هېواد برید نه دی کړی، بلکې د ایران بریدونه یوازې په سیمه کې د امریکا پر مرکزونو باندې وو.
(last modified 2026-07-13T08:02:12+00:00 )
Jul 13, 2026 12:31 Asia/Kabul
  • ایران: موږ د سیمې پر هېڅ هېواد برید ندی کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي، موږ د سیمې پر هېڅ هېواد برید نه دی کړی، بلکې د ایران بریدونه یوازې په سیمه کې د امریکا پر مرکزونو باندې وو.

هغه زیاته کړه،  موږ د سیمې له هېوادونو څو ځله غوښتي چې اجازه ورنه کړي امریکا د دوی له خاورې د ایران پر ضد د برید لپاره استفاده وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران نن سهار د سیمې په شپږو هېوادونو کې د امریکا پر اډو او نورو مرکزونو باندې بریدونه ترسره کړي دي.