-
په عراق کې باید ټولې ترهګرې ډلې بې وسلې شي
Dec 04, 2023 03:54د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د عراق د کردستان له سرحدي سیمو څخه د انقلاب ضد د ترهګرو ډلو د لیري کولو څخه د قدرونې په ترڅ کې وویل: تمه کیږي د دغو ورانکارو ډلو تر بې وسلې کېدو پورې د عراق حکومت خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.
-
امریکا دې د اسرائیلي جنایتکارانو څخه ملاتړ بند کړي
Dec 04, 2023 03:49د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: هغه جنګ جوړونکو ته چي په غزې او د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د جنګ د پراخولو په لټه کې دي خبرداری ورکوو چي مخکې له دې نه چي ناوخته شي امریکا دې خپل ملاتړ له جنایتکاره اسرائیلیانو څخه بند کړي.
-
عراق ته د ایران داسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز سفر او دوه اړخیزه فوځي همکاری
Dec 03, 2023 12:35عراق ته د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز جنرال محمد باقري سفر د عراق د فوځ د لوی درستیز په بلنه تر سره شوی دی.
-
ستا د ښایست ګلونه ډېر دي
Dec 03, 2023 09:20په دغه خپرونه کې به تاسو ته د ایران د لسو تر ټولو ځانګړو ښارونو په هکله معلومات درکړو، داسي ښارونه چي هر یو یې په خپلو خاصو ځانګړنو، فرهنګي، تاریخې او توریستي ښکلاو سره، ایران په یوه بې سارې ښار باندې بدلوي.
-
له فلسطین او غزې ملاتړ د ایران د اساسي قانون پراساس دی
Dec 03, 2023 08:43زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د اساسي قانون د اجرايي مسوولیت په دوهمې ملي غونډې کښې ټینګار وکړ: له غزې او فلسطین څخه د ایران د اسلامي جمهوریت ملاتړ د اساسي قانون د اصولو پراساس دی.
-
ورځپاڼو ته کتنه
Dec 03, 2023 12:13ورځپاڼو ته د کتنې برخه
-
د فارس خلیج خلک د صهیونیسټانو شتون نه زغمي
Dec 03, 2023 06:59هغه وویل صهیونیسټ رژيم د ملت په جوړولو کښې له ماتي سره مخامخ شوی ځکه چې دغه رژیم له افریقا، اروپا او د نړۍ له نورو هیوادونو څخه په میلیونو یهودي مهاجرین نیواکي ټاټوبو ته وروستلي دي خو دغه کسان له کلتوري پلوه له یوبل سره هیڅ پیوستون نلري او د دوې جرړې له یوبل سره تفاوت لري.
-
امیر عبداللهیان په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د بندولو پر ضرورت ټینګار وکړ
Dec 03, 2023 04:29د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست له مشر جوزف بوریل سره په ټلفوني خبرو کې د غزې پر خلکو د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د بندولو پر ضرورت په ټینګار سره وویل: ضروري ده چې د غزې په خلکو د صهیونیسټي رژیم پوځي حملې بندې او ژر تر ژره د بشردوستانه مرستو د لېږلو امکانات برابر شي.
-
صهیونیسټي رژیم د امریکا په ملاتړ سره په غزه کې جنایتونو ته دوام ورکوي
Dec 03, 2023 02:52د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وویل: صهیونیسټي رژیم د امریکې په ملاتړ سره په غزه کې خپلو جنایتونو او نسل وژنې ته دوام ورکوي.
-
د ډرون او دفاعي تجهیزاتو په لړ کښې د ایران د سمندري ځواک پر ځان بسیاینه
Dec 02, 2023 10:48د ایران د پوځ لوی درستیز د بې پیلوټه الوتکو او دفاعي تجهیزاتو په برخه کې د سمندري ځواکونو د ځان بسیاینې خبر ورکړ.