له فلسطین او غزې ملاتړ د ایران د اساسي قانون پراساس دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د اساسي قانون د اجرايي مسوولیت په دوهمې ملي غونډې کښې ټینګار وکړ: له غزې او فلسطین څخه د ایران د اسلامي جمهوریت ملاتړ د اساسي قانون د اصولو پراساس دی.
هغه نن د ایران د اساسي قانون د اجرايي مسوولیت په دوهمې ملي غونډې کښې وویل د اسلامي انقلاب له لومړیو څخه له فلسطین څخه ملاتړ د اسلامي انقلاب د لومړنۍ موضوع په توګه مطرح وو.
د ایران ولسمشر زیاته کړه د صهیونیسټ نژاد پرست رژيم توکمیز توپیر، قتل ، وژله ، بې عدالتۍ او ظلم او د فلسطین د خلکو اقتدار او مظلومیت ټولو خلکو ته روښانه دی او هغه سترې غونډې چې په ټوله دنیا کښې ترسره کیږي په همدې وجه دي.
ابراهیم رئیسي ټینګار وکړ د فلسطین د ماشومانو پاکو وینو ټولو خلکو ته شرایط ښکاره کړل د شپږ زره ماشومانو چې په ظالمانه ډول شهیدان کړی شول له قتل څخه به د الهي انتقام لاس بهر راووځي او صهیونیسټ جعلي او ظالمانه حکومت به ختم کړي.
هغه وویل د ایران د اسلامي جمهوریت اساسي قانون د ټولو هیوادونو ترمینځ تر ټولو مترقي قانون دی.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت دا ویاړ لري چې د هیواد ټول ارګانونه ، موسسې او جوړښتونه د خلکو د رایو پراساس دي وویل د خلکو رایې یوه تشریفاتي او سیاسي چاره نه ده.