-
عراقچي: له امریکې سره د مذاکرې د دوباره پیلولو لپاره مو تراوسه هیڅ فیصله نه ده کړې
Aug 15, 2026 11:09پارس ټوډی- د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: له امریکايي لوري سره دوباره د مذاکرې د پيلولو په هکله مو لا هیڅ پریکړه نه ده کړې.
-
هرمز اوبلاره یوازې د ایران په حکم سره تړل کیږي او خلاصیږي
Aug 15, 2026 05:01ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزیر د حقوقي او د نړیوالو چارو مرستیال «کاظم غریب ابادي» د هرمز اوبلارې په اړه د امریکا د ولسمشر ټرامپ له سپینې سترګي توب څخه د ډکو څرګندونو په اړه ډاګینه کړه، هرمز سمندري اوبلاره یوازې د ایران په حکم سره تړل کیږي او خلاصیږي او په ټویټ پیغام، جنګي کشتۍ، د حکم په ورکولو او په انتخاباتي وینا سره دغه اوبلاره څوک نشي خپلولای.
-
حقیقت په میدان کې دی، نه د امریکایانو په څرګندونو کې!
Aug 14, 2026 12:43د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو قوماندان، علي عظمایي، ویلي: «د هرمز تنګي تړل شوی او حقیقت باید په میدان کې ولیدل شي، نه د امریکا د چارواکو په خبرتیاوو او څرګندونو کې.»
-
د کمپیوټر په المپیاد کې د ایراني زدهکوونکو لوبډلې څلور نړیوالې جایزې وګټلې
Aug 14, 2026 14:33پارس ټوډی - د ایران د اسلامي جمهوریت د کمپیوټر المپیاد ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د کمپیوټر په ۳۸م نړیوال المپیاد کې، چې په تاشکند کې ترسره شو، د دوو سپینو زرو مډالونو، یوه برونزو مډال او یوه افتخاري ډیپلوم په ګټلو سره یو ځل بیا په نړیوالو علمي سیالیو کې د ایراني زدهکوونکو وړتیا وښوده.
-
پزشکیان: د تهران او اسلاماباد ګډې ګټې تر بل هر وخت ډېرې یو له بل سره تړلې دي
Aug 14, 2026 13:05پارس توډی - د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان د خپلواکۍ د ۷۹مې کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې لیکلي: د ایران او پاکستان د دواړو ملتونو ګډې ګټې او برخلیک تر بل هر وخت ډېر یو له بل سره تړلي دي، او دغه واقعیت د لا زیاتې همغږۍ او نږدې همکارۍ اړتیا دوه برابره کوي.
-
د ایران بهرنیو چارو وزارت: د فرانسې او لوېدیځو شریکانو د ایران ضد اعلامیه منافقانه پلمه ده
Aug 14, 2026 12:41د ایران د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو د عمومي ادارې سرپرست حمید احمدي، د بشري حقونو په پلمه د فرانسې او یو شمېر لوېدیځو هېوادونو له لوري د ایران پر ضد ګډه اعلامیه غندلې او دا یې د منافقانه پلمې څرګند مثال بللی دی.
-
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر د یمن په اړه د امریکا بېاساسه تورونه رد کړل
Aug 14, 2026 12:35په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او د دې سازمان په وړاندې د ایران د استازولۍ مرستیال غلامحسین درزي، د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امنیت شورا دورهیي رئیس ته په یوه لیک کې، د یمن په اړه د امنیت شورا په غونډه کې د امریکا د استازي له خوا د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې بېاساسه تورونه رد کړي دي.
-
د تمدن پر بنسټ د شیراز او انقرې اړیکې؛ د دوو تاریخي ښارونو د ښاروالانو لیدنه
Aug 14, 2026 06:19د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د شیراز او انقرې د ښاروالانو په رسمي لیدنه کې پر تاریخي او کلتوري ګډو ارزښتونو ټینګار وشو او د ښاري مدیریت، کلتوري میراث، ګرځندوی او کلتوري تبادلو په برخو کې د همکاریو ظرفیتونه وڅېړل شول. دغه لیدنه د دواړو تاریخي ښارونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا زمینه برابره کړه.
-
د اسیا د ځوانانو د وزن پورته کولو سیالۍ؛ ایراني وزن پورته کوونکو د سرو او سپینو زرو مډالونو ترڅنګ ریکارډونه هم مات کړل
Aug 14, 2026 06:18د ځوانانو د وزن پورته کولو د اسیا اتلولۍ سیالۍ د ایران د استازو لپاره د ارزښتناکو مډالونو او نویو ریکارډونو په ثبتولو سره پای ته ورسېدې.
-
د بریکس مالي لاره؛ د سوداګریزو راکړو ورکړو د امنیت لپاره نوې حل لاره
Aug 14, 2026 06:16د ایران د اسلامي جمهوریت د مرکزي بانک رئیس د هند په کوربهتوب د بریکس د مالي ناستو په دویمه ورځ، د بریکس د ځانګړې مالي لارې د جوړولو او د غړو هېوادونو د ملي تادیاتو شبکو د نښلولو پر اړتیا ټینګار وکړ.