-
امریکا د سیمې د ناامنئ او بې ثباتئ ستره عامله ده
Jul 03, 2026 05:17د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د سنتکام وروستي پیغام ته په غبرګون کې ټینګار کړی چې زموږ په سیمه کې سوله هغه مهال تلپاتې کېدای شي چې پراخه، ټولشموله او له هر ډول بهرني لاسوهنې پرته وي.
-
په هرمز تنګي کې به د امریکا هرډول لاسوهنې ته پریکنده ځواب ورکړو
Jul 02, 2026 16:17پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتمالانبیا (ص) مرکزي غونډ امریکا ته خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګي په امنیتي چارو کې د هر ډول لاسوهنې یا هر ډول ګډوډوونکي اقدام مسؤلیت به د ایران د ملي حاکمیت پر ضد ګواښ وبلل شي او له چټک او پرېکنده غبرګون سره به مخ شي.
-
د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې به د ۱۰۰ هېوادونو مېلمانه ګډون وکړي
Jul 02, 2026 16:45پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د بېلابېلو هېوادونو ګڼ شمېر رسمي چارواکي، سیاسي شخصیتونه او ولسي پلاوي به د مجاهد او شهید لارښود د جنازې او وروستي درناوي په مراسمو کې ګډون وکړي.
-
د ایران بمبار شويو ایټمي مرکزونو ته د آژانس د پلټونکو د لاسرسي ادعا ناسمه ده
Jul 02, 2026 16:42پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي مشر وویل، دا ادعا چې د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس (IAEA) پلټونکو ته د ایران بمبار شويو اټومي مرکزونو ته د لاسرسي اجازت ورکړل شوی، په بشپړه توګه ناسمه ده. هغه زیاته کړه چې اوس مهال دغه آژانس یوازې دوو ځایونو ته د لاسرسي حق لري؛ یو د بوشهر اټومي برېښناکوټ او بل د تهران څېړنیز ریکټور دی، او لاسرسی هم یوازې همدې دوو ځایونو پورې محدود دی.
-
د قدرتمند ایران دښمنان دې له هر ډول ناسمې محاسبې ډډه وکړي
Jul 02, 2026 13:51پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتمالانبیا (ص) مرکزي غونډ قوماندان په یوه پیغام کې، د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې د خلکو د پراخ ګډون غوښتنه کړې او لیکلي ئې دي: د قدرتمند ایران دښمنانو او د هغوی سیمهییزو او له سیمې بهر همکارانو ته خبرداری ورکوو چې له هر ډول ناسمې محاسبې څخه دې ډډه وکړي او د ایران د ملت د بچیانو له سختو او پښېمانه کوونکو غبرګونونو سره دې ، چې د وسلهوالو ځواکونو له لورې به د هر ډول ګواښ او تېري په وړاندې ترسره شي، ځانونه مخامخ وګڼي.
-
د ایران پوځ د شهید رهبر د جنازې مراسمو لپاره بشپړ چمتووالی اعلان کړ
Jul 02, 2026 12:32پارس ټوډی – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ویاند ویلي، پوځ د شهید رهبر د بدرګې او جنازې مراسمو لپاره د امنیت، تشریفاتو او زائرانو ته د خدمتونو په برخه کې بشپړ چمتووالی لري.
-
د وحشی صهیونیسټي رژيم دړکو ته د اسلامی ایران کلک او جدي ځواب
Jul 02, 2026 12:32پارس ټوډې – په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي، د ملګرو ملتو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته په یوه لیک کې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود پر ضد د جنایتکار صهیونیسټي رژیم د سپکو ګواښونو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
-
قالیباف: باید راپاڅو او د ایران د ملت د وینېد غچ غږ نړۍ ته ورسوو
Jul 02, 2026 11:41پارس ټوډی – د ایران د اسلامي شورا رئیس، محمدباقر قالیباف، د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د ایران خلکو ته د بلنې ترڅنګ ویلي، باید راپاڅو او د ایران د ملت د وینېد غچ غوښتنې غږ نړۍ ته ورسوو.
-
غریبآبادي: د هرمز تنګي اداره د ایران تر واک لاندې ده، نه د سنتکام
Jul 02, 2026 11:37پارس ټوډی – د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال د سنتکام او د سیمې د ځینو هېوادونو د امنیتي غونډې په غبرګون ویلي، د هرمز تنګي اداره د ایران تر واک لاندې ده، نه د سنتکام.
-
پورجمشیدیان: په عراق کې به د ایران د شهید رهبر رسمي هرکلی د دغه هېواد د لومړي وزیر په حضور ترسره شي
Jul 02, 2026 11:31پارس ټوډی – د اسلامي امت د شهید رهبر د جنازې او مخهښې ښې د ملي کمېټې منشي ویلي، د ایران د شهید رهبر او د هغه د کورنۍ د پیکر رسمي هرکلی به په بغداد یا نجف کې د عراق د لومړي وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو په حضور ترسره شي.