د قدرتمند ایران دښمنان دې له هر ډول ناسمې محاسبې ډډه وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174794-د_قدرتمند_ایران_دښمنان_دې_له_هر_ډول_ناسمې_محاسبې_ډډه_وکړي
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم‌الانبیا (ص) مرکزي غونډ قوماندان په یوه پیغام کې، د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې د خلکو د پراخ ګډون غوښتنه کړې او لیکلي ئې دي: د قدرتمند  ایران دښمنانو او د هغوی سیمه‌ییزو او له سیمې بهر همکارانو ته خبرداری ورکوو چې له هر ډول ناسمې محاسبې څخه دې  ډډه وکړي او د ایران د ملت د بچیانو له سختو او پښېمانه کوونکو غبرګونونو سره دې ، چې د وسله‌والو ځواکونو له لورې به د هر ډول ګواښ او تېري په وړاندې ترسره شي، ځانونه مخامخ وګڼي.
(last modified 2026-07-02T09:34:19+00:00 )
Jul 02, 2026 13:51 Asia/Kabul
  •   د قدرتمند ایران دښمنان دې له هر ډول ناسمې محاسبې ډډه وکړي

پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم‌الانبیا (ص) مرکزي غونډ قوماندان په یوه پیغام کې، د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې د خلکو د پراخ ګډون غوښتنه کړې او لیکلي ئې دي: د قدرتمند  ایران دښمنانو او د هغوی سیمه‌ییزو او له سیمې بهر همکارانو ته خبرداری ورکوو چې له هر ډول ناسمې محاسبې څخه دې  ډډه وکړي او د ایران د ملت د بچیانو له سختو او پښېمانه کوونکو غبرګونونو سره دې ، چې د وسله‌والو ځواکونو له لورې به د هر ډول ګواښ او تېري په وړاندې ترسره شي، ځانونه مخامخ وګڼي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، ستر پاسوال پیلوټ علي عبداللهي، د خاتم‌الانبیا (ص) مرکزي قرارګاه قوماندان، په خپل پیغام کې لیکلي ،د اسلامي امت د ستر لارښود، حضرت آیت‌الله العظمی امام سید علي خامنه‌اي (اعلی الله مقامه)، مظلومانه شهادت، چې د ۱۴۰۴ کال د کب د میاشتې په نهمه نېټه د امریکا او صهیونیسټي رژیم د تپل شوې جنګ او جنایتکارو  او ترهګریزو بریدونو  په پیل کې رامنځته شو، که څه هم د اسلامي امت او د نړۍ د ټولو ازادي‌پالو لپاره یوه دردوونکې او ستره غمیزه  ده، خو د هغه پاکه وینه به د ایران د عزت او خپلواکۍ ستره وَنه لا نوره هم پیاوړې او مضبوطه کړي.

ستر پاسوال عبداللهي زیاته کړه:دغه هوښیار او لرلید لرونکي رهبر، پر خدای په توکل او پر مؤمنو او انقلابي ځواکونو په باور سره ، وتوانېد چې د  ایران د اسلامي جمهوریت د مخنه نیونکی قدرت  تر خپل اوجه ورسوي. د توغندوي  او بې‌پیلوټه  قدرت پراختیا، ستر علمي پرمختګونه، د ملي امنیت ټینګښت او د "مونږ ئې کولی شو" روحیه، د هغه له تلپاتې لاسته راوړنو څخه دي. دا اقتدار دومره پیاوړی و چې دښمنانو، سره له دې چې تر ټولو پرمختللې پوځي او مرکبې وسلې ئې لرلې، د دویمې او درېیمې جګړې پر مهال تل د هر ډول تېري دروند لګښت ولید او د سپکاوي خوند ئې وڅکه. بې‌شکه چې دغه تاریخ‌ساز فکر د مقاومت جبهې په پیاوړتیا او د سلطې پر وړاندې په درېدو کې د اسلام په تاریخ کې یوه ځلانده پاڼه ثبت کړې ده.»

هغه زیاته کړه:د خاتم‌الانبیا (ص) مرکزي قرارګاه او د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوي درستیز، د مجاهد او شهید لارښود، قدرمن  خامنه‌اي (قدس سره) لوړ مقام ته د درناوي ترڅنګ، د هېواد له ټولو پرګنو او د ملت له ټولو وګړو، په ځانګړي ډول د هېواد له ځوان او راتلونکی‌سازي نسل څخه غواړي چې د هغه او د هغه د شهیدو کورنۍ غړو د  الوداع، جنازې او خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې په پراخ، حماسي او بې‌ساري ګډون سره، د ایران د سپېڅلي یووالي او ملي همغږۍ یو تلپاتې انځور نړۍ ته وړاندې کړي، یو ځل بیا خپل د ولایت سره مینه او وفاداري د تاریخ په پاڼو کې ثبت کړي او د هغه ستر امام سپېڅلي روح ته وښيي چې ستاسو د پاکې وینې په برکت، زمونږ ملت هغې لوړې څوکې ته، چې تاسو ورته لارښوونه کړې وه، ډېر نږدې شوی دی.»

د خاتم‌الانبیا (ص) مرکزي قرارګاه قوماندان وویل:د دغه بې‌ساري شخصیت او د ایران د ځواکمن شهید رهبر تر ټولو ستر حق ادا کول، د هغه د روښانه لارې دوام دی؛ داسې لاره چې د انقلاب د لاسته راوړنو ساتنه، د دفاعي ځواک پیاوړتیا، د ملي یووالي او ملي ګټو خوندي کول، د علمي پرمختګ چټکتیا، د عدالت تحقق او د  ماډرن اسلامي تمدن پر لور حرکت پکې لومړیتوب لري.»

ستر پاسوال عبداللهي همدارنګه وویل:په دغو سترو او عبرتناکو شپو ورځو کې، چې د شهیدرهبر  د وینې د غچ اخیستنې لپاره د ایرانیانو د ارادې څرګندونه کوي، د قدرتمند  ایران دښمنانو، په ځانګړي ډول امریکا، صهیونیستي رژیم او د هغوی سیمه‌ییزو او له سیمې بهر همکارانو ته خبرداری ورکوو چې له هر ډول ناسمې محاسبې څخه ډډه وکړي او زمونږ د ګران هېواد په هره برخه کې د هر ډول ګواښ او تېري په وړاندې د ایران د وسله‌والو ځواکونو د بچیانو د سخت، قاطع او پښېمانه کوونکي غبرګون په اړه ژور فکر وکړي.»

هغه د خپل پیغام په پای کې وویل:زه، د هېواد د وسله‌والو ځواکونو له ټولو قوماندانانو او مبارزانو سره یوځای، د ستر امام، د اسلامی انقلاب د شهید امام او د وطن د دفاع له درنو شهیدانو سره د خپل عهد د نوي کولو ترڅنګ، د اسلامي ایران د خپلواکۍ، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره خپل بشپړ چمتووالی اعلانوو او د هغه حضرت د وړ جانشین، د ولایت او رهبرۍ د ستر مقام او د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان، حضرت آیت‌الله امام سید مجتبی حسیني خامنه‌اي (مدظله العالی) د لارښوونو په بشپړ  اطاعت او پیروۍ ټینګار کوو.