ایران
  • امیر حاتمي: د دښمن یو کس هم باید ژوندی پاتې نه شي

    امیر حاتمي: د دښمن یو کس هم باید ژوندی پاتې نه شي

    Apr 02, 2026 18:05

    پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ مشر قومندان د پوځ عملیاتي قرارګاهو ته امر وکړ: د دښمنانو تحرکات او اقدامات په ډیرې بدبینۍ او ځیر سره او شیبه په شیبه وڅارئ او د دښمن د یرغل له طریقو سره د مقابلې پلانونه په صحي وخت اجرا کړئ.

  • سردار موسوي: امریکايي پوځیان به د ګور ترکاڼو لاندې شي

    سردار موسوي: امریکايي پوځیان به د ګور ترکاڼو لاندې شي

    Apr 02, 2026 17:39

    پارس ټوډی- د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قومندان د امریکې د جنګ د وزیر ګواښ ته غبرګون وښودله.

  • د ایران خارجه وزیر د تهران  د خلکو د شپې په غونډو کښې حاضر شو

    د ایران خارجه وزیر د تهران د خلکو د شپې په غونډو کښې حاضر شو

    Apr 01, 2026 06:22

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیګا شپه د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د ګډ پوځي تیري په مقابل کښې د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د ملاتړ لپاره د تهران د خلکو د شپې پرمهال غونډو کښې په ګډون کولو سره ټینګار وکړ د خلکو مینځ ته راغلی یم چې روحیه ترلاسه کړم.

  • د امریکا پینځلس ماده ئیزو وړاندیزونو ته مو ځواب نه دی ورکړی

    د امریکا پینځلس ماده ئیزو وړاندیزونو ته مو ځواب نه دی ورکړی

    Apr 01, 2026 06:19

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوری د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل چې د امریکا پینځلس ماده ئیزو وړاندیزونو ته هیڅ ځواب نه دی ورکړی او مونږ هیڅ وړاندیز او شرط نه دی مطرح کړی.

  • د ایران ولسمشر په ولسي غونډو کښې  ګډون وکړ

    د ایران ولسمشر په ولسي غونډو کښې ګډون وکړ

    Apr 01, 2026 06:12

    زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعودي پزشکیان بیګا شپه د هیواد او د اسلامي نظام په ملاتړ کښې د خلکو د ولوله ناکو غونډو په دیرشمه شپه ناڅاپه د ګډون کونکو ترمینځ حاضر شو او له ولس سره یوځاې یې د وري د میاشتې د دولسمې نیټې یوم الله ورځ یعني د ایران د اسلامي جمهوریت ورځ ولمانځله.

  • د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود د حزب الله مشر ته پیغام واستوه

    د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود د حزب الله مشر ته پیغام واستوه

    Apr 01, 2026 06:07

    زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د دغه ګوند مشر شیخ نعیم قاسم ته د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله سید مجتبی حسیني خامنه اي لخوا د پیغام د استول کیدا خبر ورکړ.

  • په ملګرو ملتو کې د امریکا،اسرایئلو او څلورو نورو هیوادونو په خلاف د ایران رسمي شکایت

    په ملګرو ملتو کې د امریکا،اسرایئلو او څلورو نورو هیوادونو په خلاف د ایران رسمي شکایت

    Mar 31, 2026 19:55

    پارس ټوډې- په ملګروملتو کې دایران د اسلامی  جمهوریتسفیر سعیدایراواني  د ملګروملتو سرمنشي  او د امنیت شورا پړاویز مشر ته  په جلا جلا  لیکونو  کې  دایران د اصفهان  او خوزستان  د فولادو پرتاسیساتو  د امریکا او صهیونیسټي رژيم  د حملو د جنایتونه او دغه رازپه ایران د حملو لپاره ترهه ګرې امریکا او وحشي صهیونیسټي رژيم ته  د خپلې خاورې او فضا  په اختیار کې د ورکولو پ دلیل  د کویت،عربستان،اماراتواو قطر د حکومتونو اقدام په باب راپور وړاندې کړ او  په دې اړه ئې رسمي شکایت وکړ.

  • د ایران دښمن که چیرې یو ګوزار وکړي نو څو ګوزارونه خوري

    د ایران دښمن که چیرې یو ګوزار وکړي نو څو ګوزارونه خوري

    Mar 31, 2026 06:05

    زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلمي شورا مشر محمد باقر قالیباف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ رواني او نفسیاتي عملیاتو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ که چیرې دښمن یو ګوزار وکړي نو څو ګوزارونه خوري.

  • د ایران د درملو په وړونکي الوتکې برید جنګي جنایت دی

    د ایران د درملو په وړونکي الوتکې برید جنګي جنایت دی

    Mar 31, 2026 05:47

    مهر خبري اژانس راپور راکړی د ایران په مشهد هوايي ډګر کښې د ایران د درملو او د طبي تجهیزاتو په وړونکي غیر پوځي الوتکې باندې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم حملې ته په غبرګون کښې د ایران د الوتکو د ادارې بیانیه په دې ډول ده: