د امریکائي صهیونیسټي دښمن په تپلی جنګ کې د ایران اوڅاره بریالیتوب
پارس ټوډې – د ایران د مرکچي پلاوي مشر د ایران په ضد د وروستي تپلي جنګ پراخو اړخونو ته په اشارې سره دا پېښه د اسلامي انقلاب له بریا وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت د مذاکراتو او سیاسي مقابلو له تر ټولو مهمو پړاوونو څخه وبلله او وې ویل: ایران په وروستي تپلي جنګ کې د امریکا او صهیونیستي رژیم پر سپیرو موخو بریالی شو.
د پارس ټوډې د راپور له مخې،محمدباقر قالیباف بیګا په یوې ځانګړې خبري مرکې کې وویل: د اسلامي انقلاب له بریا وروسته د مذاکراتو او سیاسي َډغرو څو مهم پړاوونه یادولئ شو. د ایټمي خبرواترو او د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د کلونو یاد د ایران په سیاسي فضا کې مطرح ؤ، خو د وروستیو جنګونو او په تیره بیا د تېر یوه کال د در یم جنګ اړونده مذاکرات او بدلونونه له بېلابېلو اړخونو خاص ځانګړتیاوې لري.
قالیباف په زغرده وئیلي دي، دا پېښه د خپل پراخوالي او اغېزو له پلوه یوه ستره تاریخي پېښه ده. که څه هم د ایران اسلامي جمهوریت په سیمې کې ښه موقعیت لري او ښائي د جنګ ډګر سیمهییز وګڼل شي، خو اغېزې او پایلې ئې په بشپړه توګه نړیوالې دي او اوس هم د دغو اغېزو څرګندې نښې لیدل کېږي.
د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: اوس مونږ له بېلابېلو شرایطو سره مخ یو. که صحنې ته وګورو، څلور اساسي ډګرونه وینو. لومړی پوځي ډګر دی، چې د ایران وسلهوال ځواکونه په کې د تدبیر، زړَورتیا او سرښندنې له لارې خپل رول ترسره کوي. دویم ډګر د خلکو د شتون ډګر دی؛ هغه خلک چې د پېښو له لومړیو ساعتونو څخه میدان ته راووتل او خپل شتون ئې نندارې ته وړاندې کړ.
قالیباف دریم ډګر د ډیپلوماسۍ ډګر وباله او وې ویل: ډیپلوماسي او مذاکرات هم د دغه پړاؤ مهم ډګرونه دي، چې د مناسب فرصت په رامنځته کېدو سره به ئې د مختلفو اړخونو په اړه توضیحات وړاندې کړم. هغه څلورم ډګر «د خدمت ډګر» وباله او زیاته ئې کړه: نن سبا دغه څلور واړه ډګرونه په همغږۍ او متقابل ملاتړ سره فعالیت کوي.
د ایران د مرکچي پلاوي مشر، ملي یووالی، عقلانیت او قدرتمنیدا د دغې همغږۍ درې اساسي عوامل وبلل او وې ویل: هغه څه چې اوس ئې شاهدان یو، د ملي یووالي، عقلانیت او اقتدار نتیجه ده. هغه عقلانیت چې د ایران د ملت په چلند کې څرګند شوی او هغه اقتدار چې په بېلابېلو ډګرونو کې ځان بریښوي.
قالیباف د خپلو خبرو په بلې برخې کې د مذاکراتو موضوع ته په اشارې وویل: ما تل ویلي چې زه له خبرواترو سره مخالف نه یم، بلکې د مذاکراتو ډول مهم ګڼم. مذاکرات هغه وخت ارزښت لري چې د مبارزې او د ملي ګټو د خوندي کولو د یوې لارې په توګه عمل وکړي.
هغه زیاته کړه: د دغه پړاو او پخوانیو مذاکراتو ترمینځ توپیر دا دی چې اوسني مذاکرات د میدان د لاسته راوړنو او ملي اقتدار پر بنسټ ترسره شوي دي. د ایران وسلهوالو ځواکونو، سره له دې چې د تجهیزاتو او امکاناتو له پلوه له څرګندو محدودیتونو او نابرابریو سره مخ وو،خو خپل اقتدار ئې وښود او د ایران ملت هم د دې وړتیا ستروالی ولید.
د ایران دپارلیمان مشر ټینګار کړی: په هغو مذاکراتو کې چې د مبارزې د یوې طریقې په توګه پر مخ وړل کېږي، نه تسلیمېدا ځای لري او نه هم شعاري چلند. مذاکرات باید د میدان د واقعیتونو، ملي اقتدار او د ایران د ګټو د تأمین پر بنسټ ترسره شي، ځکه بېاساسه شعارونه نه یوازې کومه لاسته راوړنه نه لري، بلکې د دښمن له لورې د کمزورۍ په توګه تعبیرېږي.
ښاغلي قالیباف زیاته کړه: مونږ په ټولو پړاوونو کې ټینګار کړی چې مذاکرات د ایران د ملت له حقوقو څخه د تېرېدو معنا نه لري. هر وخت چې تیری شوی، وسلهوال ځواکونه د ځواب ویلو بشپړ چمتووالی لري او دا چمتووالی ئې په عمل کې هم ښودلی دی.
هغه د خپلو خبرو په پاي کې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود، وسلهوالو ځواکونو، د ایران د خلکو او د مذاکراتي پلاوي د غړو مننه وکړه او وې ویل: د معظم رهبر لارښوونې، د ایران د ملت مقاومت، د وسلهوالو ځواکونو سرښندنې او د مرکچي پلاوي د غړو شپه او ورځ هڅې د اوسنیو لاسته راوړنو د تحقق لامل شوې دي.