-
په ايران کښې د بشري حقوقو د حالت د خاص رپورټر رپوټ مردود دے
Oct 28, 2021 02:58د ايران د اسلامي جمهوريت د بشري حقوقو کمېټۍ د يوې بيانيې په جاري کولو سره په ايران کښېد بشري حقوقو د رپورټر جاوېد رحمان ورستے رپوټ ناعادلانه او سياسي بيان کړ او هغه يې مردود وبلۀ.
-
په سياسي جوړښت کښې د ټولو قامونو برخه اخېستل د افغانستان د مسائلو يوازېنۍ حل لار ده
Oct 28, 2021 01:11د افغانستان د ګاونډي هېوادونو خارجه وزيرانو د تهران د غونډې په آخر کښې د يوې ګډې بيانيې په جاري کولو سره تاکيد وکړ: د ټولو قامونو په برخه اخېستلو سره يو ستر پراخ بنسټه سياسي جوړښت د افغانستان د مسائلو يوازېنۍ حل لاره ده.
-
د اسلامي وحدت له میلمنو سره د اسلامی انقلاب د معظم لارښودلیده کاته
Oct 27, 2021 10:56د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د اسلامی وحدت کنفرانس له میلمنو سره په لیدنې کې د رهبرۍ د لیدتوګو په باب له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو . هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي .
-
نړيواله ټولنه دې په افغانستان کښې د انساني غميزې د راڅرګندېدو مخه اونيسي
Oct 27, 2021 09:59د پاکستان خارجه وزير له نړيوالې ټولنې وغوښتل د افغانستان د خلقو اقتصادي حالت ته په پام سره دې د يوې انساني غميزې له رامنځته کېدو څخه مخنيوے وکړي او د دغه هېواد د پېسو په آزادولو يې هم تاکيد وکړ.
-
هيله من يوو چې نن په يو غږسره ګډ پېغام نړيوالې ټولنې ته ولېږوو
Oct 27, 2021 09:13د ايران خارجه زير وويل: هيله لروو چې د افغانستان د ګاونډيانود خارجه وزيرانو په غونډه کښې به په يو غږ سره ګډ پېغام هم نړيوالې ټولنې، هم د سيمې هېوادونو او هم د افغانستان دننه ته ولېږلې شوو.
-
د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د خارجه وزيرانو غونډه په تهران کښې شروع شوه
Oct 27, 2021 08:29د روسيې په اضافې سره د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د خارجه وزيرانو دويمه غونډه نن سحر د ايران د ولسمشر د وړومبني مرستيال محمد مخبر په شتون سره شروع شوه.
-
تهران نن د افغانستان د ګاونډيانو د غونډې کوربه دے
Oct 27, 2021 07:52د روسيې په اضافې سره د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه نن په تهران کښې کيږي.
-
له کډوالو څخه ملاتړ او د صلحې او دوستۍ لپاره کوشش له افغانستان سره د مرستې لپاره د ايران دوه ګامونه
Oct 27, 2021 13:51د ايران اسلامي جمهوريت له څلورو لسيزو زياته موده د ګاونډي هېواد افغانستان له ښاريزو، کډوالو او مهاجرينو څخه د ملاتړ کوي او بې له څه تبعيضه يې هغوي ته د ايراني ښاريزو په شان خدمات رسونه کړې ده.
-
په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت له تشکيل څخه د روسيې ملاتړ
Oct 27, 2021 12:39د روسيې خارجه وزير د افغانستان د ګاونډي خارجه وزيرانو په دويمه غونډه کښې وويل: ماسکو په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت له تشکيل څخه ملاتړ کوي.
-
د چين خارجه وزير په تهران کښې د افغانستان د ګاونډيانو غونډه ګټوره وبلله
Oct 27, 2021 12:12د چين خارجه وزير نن په تهران کښې د افغانستان د ګانډي هېوادونو د خارجه وزيرانو غونډه ډېره کټوره وبلله.