تهران نن د افغانستان د ګاونډيانو د غونډې کوربه دے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107422-تهران_نن_د_افغانستان_د_ګاونډيانو_د_غونډې_کوربه_دے
د روسيې په اضافې سره د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه نن په تهران کښې کيږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2021 07:52 Asia/Kabul
  • تهران نن د افغانستان د ګاونډيانو د غونډې کوربه دے

د روسيې په اضافې سره د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه نن په تهران کښې کيږي.

د ايران د خارجه وزارت وياند سعيد خطيب زاده وويل: د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي نن د دغې غونډې پرانېسته او پکښې به وېنا کوي.

هغه زياته کړه، د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د خارجه وزيرانو غونډه د روسيې په اضافې سره د افغانستان د شپږو هېوادونو په ګډون سره په حضوري توګه کيږي.

د ايران د خارجه وزارت وياند وويل: د ازبکستان، تاجېکستان، ترکمنستان او پاکستان خارجه وزيران په حضوري توګه او د چين او روسيې وزيران په آنلائن توګه په دغه غونډه کښې شرکت کوي.البته د دغو دوو هېوادونو استازي پکښې په حضوري توګه ګډون کوي.

خطيب زاده دا خبره څرګنده کړه چې د شتۀ هېوادونو سفيران هم په دغه غونډه کښې ګډون کوي.