استرالیا په سعودي عربستان کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړ
د یمن له خبرداریو او بریدونو وروسته، په ریاض کې د اسټرالیا سفارت له خپلو اتباعو وغوښتل چې د سعودي عربستان په بېلابېلو سیمو کې د تېلو له تأسیساتو څخه لیرې واوسي.
د پارس تودی له راپور سره سم، د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزارت هم له خپلو اتباعو وغوښتل چې سعودي عربستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
په همدې تړاو، پر سعودي عربستان د وروستیو بریدونو او امنیتي اندېښنو له امله، په سعودي عربستان کې د ټېنس نړیوالې سیالۍ له اکتوبر میاشتې (د تلې میاشتې له وروستیو) څخه ډسمبر میاشتې (د مرغومي میاشتې لومړیو) ته وځنډول شوې.
ټاکل شوې وه چې دغه سیالۍ د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له ۲۱مې تر ۲۴مې (د ۱۴۰۵ کال د تلې له ۲۹مې څخه د لړم تر ۲مې) پورې په ریاض کې ترسره شي، خو وځنډول شوې او د ترسره کېدو نوې نېټه یې د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر له ۲۷مې تر ۳۰مې (د مرغومي له ۶مې تر ۹مې) پورې اعلان شوې ده.
دا پرېکړه پر سعودي عربستان د وروستیو بریدونو او ورپسې د امنیتي اندېښنو له امله شوې ده.