یمن د یوه سعودي جنګي الوتکې د رانسکورولو خبر ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i179994-یمن_د_یوه_سعودي_جنګي_الوتکې_د_رانسکورولو_خبر_ورکړ
پارس تودی-د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند یحیی سریع څو شېبې مخکې اعلان وکړ چې د دغه هېواد ځواکونو یوه سعودي جنګي الوتکه رانسکوره کړې ده.
(last modified 2026-10-15T06:48:06+00:00 )
Oct 15, 2026 11:16 Asia/Kabul
  • تایفون
    تایفون

پارس تودی-د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند یحیی سریع څو شېبې مخکې اعلان وکړ چې د دغه هېواد ځواکونو یوه سعودي جنګي الوتکه رانسکوره کړې ده.

سریع وویل چې دغه سعودي جنګي الوتکه د «تایفون» ډوله وه او د طائف له هوايي اډې څخه الوتلې وه.

هغه زیاته کړه چې دغه جنګي الوتکه د یمن په شمال کې د صعده ولایت په اسمان کې د ځمکې څخه هوا ته د توغول شوي یوه توغندي په وسیله په نښه شوه او توغندی په مستقیم ډول پرې ولګېد.

دا اقدام د یمن پر بېلابېلو سیمو د سعودي ائتلاف د بریدونو په ځواب کې ترسره شوی دی.

سریع څو ساعته مخکې هم اعلان کړی و چې سعودي ائتلاف په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر یمن ۴۲ هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي.

هغه زیاته کړه چې دغو هوايي او توغندیزو بریدونو په پلازمېنه صنعا او د تعز، لحج، مأرب او عمران ولایتونو، او همدارنګه د میون ټاپو کې ملکي اهداف په نښه کړي دي.

د یمن د وسله‌والو ځواکونو د ویاند په وینا، دغه هوايي بریدونه د «F-15» او «تایفون» جنګي الوتکو په وسیله، د خمیس مشیط او طائف له هوايي اډو څخه ترسره شوي او توغندیز بریدونه د نجران ولایت څخه شوي دي.

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند همدارنګه اعلان وکړ چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له پیل راهیسې تر اوسه د سعودي ائتلاف د هوايي او توغندیزو بریدونو ټول شمېر ۲ زره او ۳۲۳ ته رسېدلی دی.