د حکایتونو کاروان (۱۳) برخه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i180000-د_حکایتونو_کاروان_(۱۳)_برخه
قدرمنو لوستونکو د حکایتونو په نني متن کښې د کیسو یوه بله برخه څیړو او د خوږو او د اورېدو وړ د حکایتونو نړۍ ته سفر کوو؛ داسې نړۍ ته چې پکې خپلې اندېښنې پرېږدو او خوښۍ له ځان سره ملګرې کوو.
(last modified 2026-10-15T07:07:53+00:00 )
Oct 15, 2026 11:31 Asia/Kabul
  • د حکایتونو کاروان (۱۳) برخه

قدرمنو لوستونکو د حکایتونو په نني متن کښې د کیسو یوه بله برخه څیړو او د خوږو او د اورېدو وړ د حکایتونو نړۍ ته سفر کوو؛ داسې نړۍ ته چې پکې خپلې اندېښنې پرېږدو او خوښۍ له ځان سره ملګرې کوو.

په هر ځاې  کې  به یوه پند لرونکې کیسه زموږ په تمه وي، څو یو درس ترې واخلو او خپل ژوند لا ښکلی کړو.

د هغو کسانو په څېر چې لاسونه یې له مهربانۍ او زړونه یې له سخاوت څخه ډک وي، تاسو ټولو ته توده سلامونه! نن د  ایران د یوه ستر شاعر شیخ سعدي د «ګلستان» له کتاب څخه یوه په زړه پورې او د اورېدو وړ کیسه درته وړاندې کوو.

شیخ سعدي د فارسي ژبې خوږژبی شاعر دی چې په اوومه هجري پېړۍ کې یې ژوند کاوه.

 د هغه «ګلستان» او «بوستان» کتابونه  د فارسي ژبې له غوره منظومو او منثورو اثارو څخه دي.

د «ګلستان» کتاب یو شاهکاره اثر دی چې شیخ سعدي شیرازي په ۶۵۶ هجري قمري کال کې د څو میاشتو په موده کې لیکلی و.

شیخ سعدي په دې کتاب کې له پاچاهانو، مینه‌والو، پهلوانانو، مدعیانو، شیخانو، صوفیانو او رندانو سره د خپلو لیدنو تجربې د بېلابېلو حکایتونو په بڼه لیکلې دي، څو د دغو تجربو له لارې خلکو ته اخلاقي درسونه او پندونه ورکړي.

«هغه سوالګر چې پاچا شو؛ قناعت یوه خزانه ده» د ګلستان له حکایتونو څخه یوه کیسه ده چې نن یې تاسو ګرانو دوستانو  ته وړاندې کوو. چمتو یاست چې وا یې ورئ؟

کیسه‌کوونکی:

روایت کوي چې په پخوا زمانه کې یو پاچا و چې اولاد یې نه درلود.

 هغه هېڅ وارث نه درلود او له مړینې وروسته یې په کورنۍ کې داسې څوک نه و چې پاچاهي ور ورسېږي.

بې‌اولاده پاچا ډېر زوړ شوی و او د ژوند ډېر لږ وخت یې پاتې و.

په همدې وخت کې د هغه په ذهن کې د خپل ځایناستي د ټاکلو لپاره یوه عجیبه مفکوره پیدا شوه!

پاچا خپل وزیران راټول کړل او ورته یې وویل: «زما خبرو ته په غور غوږ ونیسئ. غواړم وصیت وکړم، څو زما له مړینې وروسته تاسو حیران او سرګردانه نه شئ او هېواد له ګډوډۍ او فتنې سره مخ نه شي.

وصیت کوم چې زما له مړینې وروسته سهار وختي د ښار دروازې ته ولاړ شئ او لومړی کس چې له دروازې څخه  ښار ته ننوځي، هغه پاچا وټاکئ او د پاچاهۍ تاج یې پر سر کېږدئ.

تاسو ټول باید هلته حاضر اوسئ، څو خدای مه کړه درغلي ونه شي او د چا حق تر پښو لاندې نه شي.

د دې موضوع په اړه له هېچا سره خبرې مه کوئ؛ ځکه که خلک زما له دې پرېکړې خبر شي، نو هغه سهار به زرګونه فرصت‌طلبه کسان هڅه وکړي چې لومړی ښار ته ننوځي. په دې بڼه کې به فتنه او ګډوډي ټول هېواد کې خپره شي او د هېواد چارې به ستاسو له واکه ووځي.

هغه څوک چې په هغه سهار لومړۍ ښار ته ننوځي، زما د تاج او تخت وارث به وي. هر څوک چې وي، د قانون له مخې به زما ځایناستی وي.

تاسو ټول باید د هغه حکمونه ومنئ او د هغه حکمونو ته غاړه کېږدئ.

که پوه شم چې ستاسو له ډلې یوه کس هم دا راز له ماڼۍ بهر چا ته ویلی دی، بې له کوم رحم څخه به یې جلاد ته وسپارم! یوازې هغه وخت چې زما ځایناستی وټاکل شي، اجازه لرئ چې خلکو ته د دې پرېکړې حقیقت ووایئ.»

کیسه‌کوونکی:

ورځې، اوونۍ او میاشتې تېرې شوې، تر دې چې ټاکلې شېبه راورسېده او پاچا له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

ټول خلک د هېواد د راتلونکي په اړه اندېښمن وو او هر چا بېلابېلې خبرې کولې.

 هېچا اټکل کولای نه شوای چې په راتلونکي کې به څه پېښېږي او څوک به د هېواد پاچا شي.

کله چې وزیرانو پاچا په هدیره کې خاورو ته وسپاره او د ماتم او ویر مراسم یې پای ته ورسول، پرېکړه یې وکړه چې سبا سهار ټول د ښار دروازې ته ولاړ شي او په بې‌صبرۍ د دروازې پرانیستل کېدو ته انتظار وباسي. هغوی د خپل راتلونکي نېکمرغه پاچا د لیدلو په تمه وو او شېبې یې شمېرلې.

د پېښو په تصادفي لړۍ کې، کله چې دروازه پرانیستل شوه، لومړی کس چې ښار ته ننوت، یو سوالګر و.

هغه خپل ټول عمر د یوې مړۍ ډوډۍ په لټه کې تېر کړی و، زړو جامو ته یې پیوندونه اچولي وو او په دې نړۍ کې یې هېڅ نه درلودل.

وزیران یې شاوخوا راټول شول. په خوښۍ یې ورته سر ټیټ کړ او درناوی یې ورته وکړ. د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې یې د پاچاهۍ تاج د سوالګر پر سر کېښود او په پټه خندا یې هغه ته د «نېکمرغه» پاچا لقب ورکړ.

بېچاره سوالګر له هېڅ شي نه و خبر.

هغه د وزیرانو کړنو ته په حیرانتیا کتل او ګومان یې کاوه چې هغوی ټوکې ورسره کوي او مسخره کوي یې.

کیسه‌کوونکی:

خو موضوع په بشپړ ډول جدي وه.

وزیرانو او ورسره ملګرو خدمتګارانو نوی پاچا شوی سوالګر پر تخت کېناوه او د پاچاهۍ ماڼۍ ته یې یووړ.

سوالګر د حیرانتیا په وجه څه نشو ویلی  او نه پوهېده چې څه روان دي.

کله چې سوالګر یې د پاچاهۍ پر تخت کېناوه، ټولو وزیرانو، پوځي قوماندانانو، سردارانو او حکومت مشرانو د هغه اطاعت ومانه.

په دې توګه، هماغه بېچاره سوالګر د هېواد پاچا شو.

ورځې، اوونۍ، میاشتې او کلونه تېر شول. سوالګر لا هم په شاهي ماڼۍ کې په خوښۍ ژوند کاوه او پاچاهي یې کوله.

هغه چې پخوا یې د شپې د ډوډۍ لپاره هم څه نه درلودل، اوس په ناز او نعمت کې ژوند کاوه.

خوراک او څښاک یې کاوه او د خدای شکر یې ادا کاوه چې پخوانی پاچا بې‌اولاده مړ شوی و او دی پاچاهۍ ته رسېدلی و.

کله به چې وزګار شو، د مړه شوي پاچا د روح لپاره به یې له خدایه بښنه غوښتله. هغه هیله لرله چې خدای زوی ورکړي، څو له خپلې مړینې وروسته هغه پاچا کړي او د پخواني پاچا په څېر بې‌اولاده مړ نه شي او اړ نه شي چې د خپل ځایناستي په اړه د پخواني پاچا په څېر وصیت وکړي.

نوی پاچا شوی سوالګر له خپل مقامه خوښ و او په ارامۍ یې ژوند کاوه، خو ځکه چې د هېواد د چارو او پاچاهۍ په اړه یې هېڅ معلومات نه درلودل، ورو ورو ستړی شو او د هېواد چارې یې له واکه ووتې.

هره ورځ به د هېواد له یوې برخې څخه فتنه او ګډوډي راپورته کېده او خبر به یې پاچا ته رسېده.

هغه د غم خوړلو او  د سړیو اسویلیو  ایستلو پرته د بل څه کولو وس نه درلود.

ځینو حکومتي چارواکو او وزیرانو هم د هغه له اطاعته سرغړونه وکړه.

د هېواد بېلابېلې ډلې له هرې خوا په شخړو اخته شوې او حالات خراب شول. د پاچا پوځ له خلکو سره جګړه پیل کړه. ځینې ښارونه د دښمنانو لاس ته ولوېدل او سوالګر پاچا د دغو پېښو له امله بې‌وسه، ستړی او خپه شو.

کیسه‌کوونکی:

بېچاره سوالګر نه پوهېده چې څه وکړي، څو دا فتنې او ګډوډۍ ختمې کړي.

هره ورځ به یې  د هېواد یوه برخه له لاسه ورکوله.

بېچاره پاچا به هره ورځ په ماڼۍ کې غمجن او زړه‌مات ناست و، غم به یې خوړ او سړې اسویلې به یې کولې.

تر دې چې یوه ورځ یې په ناڅاپي ډول خپل یو پخوانی ملګری ولید.

هغه له یوه سفره راستنېده.

سوالګر چې اوس پاچا شوی و، خپل ملګري ته په حیرانتیا وکتل او کله یې چې هغه په دې حالت کې ولید، ورته یې وویل:

«د لوی او عزتمند خدای شکر وباسه چې ستا ګل له اغزو راوووت، اغزی دې له پښې وایستل شو او لوړ بخت دې لارښوونه وکړه.

 نېکمرغي او بریا درسره مل شول، څو دې دې مقام ته ورسېدې.

«اِنَّ مَعَ العُسرِ یُسراً »

بېشکه له سختۍ سره اساني هم وي.» (د قران کریم د انشراح سورت، پنځم آیت)

«د خدای شکر دی چې له سوالګرۍ څخه پاچاهۍ ته ورسېدې. څومره لوړ بخت لرې! څومره نېکمرغه یې چې اوس نه د ډوډۍ غم لرې او نه د کور.

خدای رښتیا ویلي دي چې له سختۍ او ستونزو سره اساني او راحت هم راځي.»

ګل کله غوړېدلی وي او کله رژېدلی،

ونې کله لوڅې وي او کله په پاڼو پټې وي.

پاچا د خپل ملګري د دې خبرو په اورېدو هېڅ خوښ نه شو.

زړه یې د تېرو ورځو په یاد کې تنګ شوی و. هغه خپل ملګري ته چې پخوا سوالګر و، وویل:

«ګرانه ملګريه! د مبارکۍ پر ځای ماته د تسلیت خبرې وکړه! په هغو سختو ورځو کې یوازې د ډوډۍ غم راسره و، خو اوس د یوه ټول هېواد اندېښنه زما په زړه کې ده او د ټولې نړۍ فشار او په زړه کې مو اندېښنې دي!»

هو، ګرانو دوستانو! په لږو شته شیانو قناعت کول تر دې غوره دي چې انسان په لویو اندېښنو او سختیو کې راګیر شي.

 د دنیا غوښتنه او په خوښیو او خوندونو کې ډوبېدل ښايي د یوې مودې لپاره خوندور وي، خو انسان د دنیا له لا ډېرو ستونزو سره مخ کوي.

له بلې خوا، هر څوک باید هغه کار وکړي چې په اړه یې کافي معلومات او اړینه تجربه ولري؛ که نه، نو د دې بېچاره سوالګر په څېر به د پاچاهۍ په چارو کې پاتې راشي او هېواد به له لاسه ورکړي.

تاسو ته د ښو او خوشحاله ورځو په هیله خدای مو مل شه!