-
سپاه پاسداران: هیڅ ډول سوداګریزه یا تېل وړونکې کښتۍ له هرمز تنګی څخه تېره شوې نه ده
May 05, 2026 10:42پارس تودی- د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د یوې اعلامیې په ترڅ کې اعلان وکړ چي په تېرو ساعتونو کې هیڅ ډول سوداګریزه یا تېل وړونکې کښتۍ له هرمز تنګی څخه تېره شوې نه ده.
-
د خاتم الانبیاء چاوڼۍ قوماندان امریکا ته خبردارې ورکړ چی هرمز تنګی ته نږدې هم نشي
May 04, 2026 12:42پارس ټوډې - د خاتم الانبیاء (ص) د مرکزي قوماندانۍ قوماندان په داسې حال کې چې د هرمز تنګي د ایران د وسله والو ځواکونو کنټرول او مدیریت باندې ټینګار کوي، په یوه پیغام کې وویل: "په هر حالت کې، د دې تنګي له لارې هر ډول خوندي لاره به د ایران د وسله والو ځواکونو سره په همغږۍ کې ترسره شي."
-
هرمز تنګی پخواني حالت ته نه ګرځي؛په اټومي موضوع هېڅ خبرې نه لرو
May 04, 2026 17:31پارس ټوډې- د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېشن له غړو سره په غونډې کې ټینګار وکړ چې دوي د هرمز تنګي د مدیریت لپاره یو نوی میکانیزم جوړوي او دا تنګی به نور پخواني حالت ته ونه ګرځي.
-
سپاه پاسداران په هرمز تنګي کې د سمندري کنټرول نوې محدوده اعلان کړه
May 04, 2026 16:12پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواک (IRGC) په هرمز تنګي کې د سمندري کنټرول نوې سیمه اعلان کړه.
-
هرمز تنګی سیمې ته د امریکا د بیړیو د واریدیدا مخه ونیول شوه
May 04, 2026 16:05پارس ټوډې - د ایران پوځ تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې د هرمز تنګي هر ډول تګ راتګ باید د رسمي اجازې له مخې وشي او د نه مراعت په صورت کې به له پوځي ځواب سره مخ شي.تر اوسه د احتمالي زیانونو او تلفاتونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
-
د ایران د پارلیمان د ملي امنیت کمیسیون مشر: د هرمز تنګی به د ټرمپ په خیالي پوسټونو سره اداره نشي
May 04, 2026 14:19پارس ټوډې - د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمیسیون مشر وویل: د هرمز تنګی او فارس خلیج به د ټرمپ په خیالي پوسټونو سره اداره نشي.
-
بقايي: امریکا نشي کولای د ایران په وړاندې د ګواښ او د زور په ژبه خبرې وکړي
May 04, 2026 13:22پارس ټوډې- د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» ټینګار وکړ: امریکا باید درس اخیستی وي چې د ایران په وړاندې نشي کولای د زور په ژبه خبرې وکړي.
-
بقايي: څوارلس ماده ئیز پلان له اټومي موضوع سره ارتباط نلري/ تر الټي میټم لاندې خبرې نه کوو
May 04, 2026 12:29پارس ټوډی- د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» د ایران وروستي پلان ته په اشارې سره وویل: زمونږ څوارلس ماده ئیز پلان منحصرا د جنګ په ختمولو متمرکز دی او په دغه پلان کښې د اټومي حوزه په هکله هیڅ موضوع نشته.
-
د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمیسیون مشر:هرمز اوبلاره د ټرامپ د توهم په پوسټونو سره نه مدیریت کیږي
May 04, 2026 12:12پارس ټوډی- د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت د کمیسیون مشر «ابراهیم عزیزي» وویل: هرمز اوبلاره او فارس خلیج به د امریکا د ولسمشر ټرامپ له توهم څخه په ډکو پوسټونو سره مدیریت نشي.
-
امریکا د ایران پرضد جنګ سره ستره غلطۍ وکړه
May 04, 2026 10:49ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د شیکاګو پوهنتون استاد او د نړیوالو اړیکو مشهور نظریه وړاندې کونکي «جان مرشایمر» په یو لړ څرګندونو کښې د ایران پرضد د امریکا پوځي تیریو ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې واشنګټن د ایران پرضد د جنګ په پیلولو سره داسې غلطۍ وکړه چې د امریکا د خارجي سیاست په تاریخ کښې به د تر ټولو سترې غلطۍ په توګه ثبت شي.