امریکا د ایران پرضد جنګ سره ستره غلطۍ وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د شیکاګو پوهنتون استاد او د نړیوالو اړیکو مشهور نظریه وړاندې کونکي «جان مرشایمر» په یو لړ څرګندونو کښې د ایران پرضد د امریکا پوځي تیریو ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې واشنګټن د ایران پرضد د جنګ په پیلولو سره داسې غلطۍ وکړه چې د امریکا د خارجي سیاست په تاریخ کښې به د تر ټولو سترې غلطۍ په توګه ثبت شي.
مرشایمر په یوې مرکې کښې د ایران پرضد د جنګ غمیزناکو اړخونو ته په اشارې سره وویل: کله چې هغه څه ته چې په جنګ کښې رامینځته شوي دي کتنه وکړئ نو وینئ چې له ایران سره جنګ نه یوازې د عراق له جنګ څخه زیات غمیزناک دی بلکې د امریکا لپاره یوه مطلقه ماتې ده.
هغه زیاته کړه: زه نشم کولای د دغه جنګ بیل بیل دلیل بیان کړم دا به په تاریخ کښې د امریکا په خارجي سیاست کښې د تر ټولو غمیزناکې غلطۍ په توګه ثبت شي.
د امریکا د پوهنتون دغه استادي او سیاسي شناند مرشایمر په دوام کښې له ایران سره د جنګ د ختمولو لپاره د امریکا د ولسمشر ټرامپ هڅو ته په اشارې سره جوته کړه: ټرامپ غواړي جنګ پاې ته ورسوي خو د جنګ د بندولو یوازنۍ لاره د امریکا تسلیمیدل او په ماتې باندې اعتراف کول ځکه داسې هیڅ لاره نشته چې وکولایشو له دغه حالت څخه خلاص یوو.
مرشایمر دغه راز خبرداری ورکړ د امریکا ولسمشر ټرامپ به د هرمز اوبلارې په خلاصولو کښې د مرستې نه کولو په خاطر اروپایان ورټي.