-
پاکستان د ۳میلیارډ ډالرو پور ترلاسه کولو لپاره له ایاېماېف سره غږېدلی
Mar 16, 2024 10:36د پاکستان مالیې وزارت چارواکي وايي چې د درې میلیارډ ډالرو پور ترلاسه کولو لپاره د پیسو نړیوال صندوق (ایاېماېف) له پلاوي سره غږېدلي دي.
-
په شمالي وزیرستان کې مو د وسلهوالو یو ډلهایز برید شنډ کړی دی
Mar 16, 2024 09:01د پاکستان امنیتي سرچینو منلې، چې یوه ډله وسلهوالو نن سهار چې ځانمرګو بریدګرو یې ملتیا کوله، د شمالي وزیرستان د میرعلي په سیمه کې د خدۍ پر ودانۍ برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو لهخوا په شا وتمبول شول.
-
شهباز شریف د امریکا له سفیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي
Mar 16, 2024 08:22د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شريف په اسلام آباد کې د امريکا له سفير ډونلډ بلوم سره په لیدنه کې په افغانستان کې بدلونونو او په پاکستان کې د اقتصادي ثبات او بهرنۍ پانګونې د راجذبولو لپاره د لویو اقتصادي اصلاحاتو پر رامنځته کولو خبرې کړې دي.
-
اسلامي نړۍ له سپکاوي رسونکو سره د چلند غوښتنه کوي
Mar 16, 2024 02:36ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په کراچۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول «حسن نوریان» له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو د ویرولو ښکارنده د لویدیځو رسنیو او د استکباري قدرتونو په مدیریت سره یوه صهیونیسټي پروژه وبلله او ویې ویل اسلامي دنیا د نړیوالې ټولنې د چوپتیا د ختمیدا او د مسلمانانو سپیڅلتیاو ته له سپکاوي کونکو کسانو سره د چلند کولو غوښتنه کوي.
-
پاکستان د ایران د اسلامي جمهوریت قدرونه وکړه
Mar 15, 2024 01:30ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې« ممتاز زهرا بلوچ» د پاکستان د دریو ښاریزو د ازادولو لپاره چې د انسانانو د قاچاقچیانو لخوا تښتول شوي وو د ایران د اسلامي جمهوریت د اقدام قدرونه وکړه.
-
پاکستان له ایران څخه د پاکستاني اتباعو د امنیت خوندیتوب له امله قدرداني وکړه
Mar 14, 2024 11:14پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د ایران د اسلامي جمهوریت څخه قدرداني وکړه چې د یاد هېواد درې اتباع چې د انساني قاچاقبرانو له لورې تښتول شوي وو، ازاد کړل.
-
د طالبانو حکومت له اسلام اباد سره د خبرو د نوي رسمي کانال پرانیزي
Mar 14, 2024 11:02پاکستاني رسنیو ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له اسلام اباد سره د خبرو د نوي رسمي کانال د پرانیستلو هڅه کوي.
-
د پاکستان پيښور کې ترهه ګرو بیا دوه پولیس ووژل
Mar 13, 2024 02:49په پاکستان کې له عامو انتخاباتو او د نوي حکومت له واک ته رسیدا وروسته په پیښور کې پر پولیسو دا لومړنۍ ترهه ګره حمله ده او ترهه ګرو یو ځل بیا سر راپورته کړی او داسې کومه ورځ نشته چې ترهه ګر خپل لاسونه د عامو خلکو په وینو ککړ نه کړي، چې البته بیا هم له سزاګانو بچ پاتې کیږي.
-
د پاکستان حکومت په زندان کې له عمران خان سره پر لیدوکتو پابندي ولګوله
Mar 12, 2024 09:01پولیسو له دې مخکې د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر رسندوي پوښښ باندې هم پابندي لګولې او رسندوئې برخې ئې له دغه کاره منع کړې دي. او د زندان له پنځم لمبر ګیټه ئې د رسندوئي خبریالانو ټول ګاډي او نور وسایل تردوو کلومیټرو پورې لیرې کړي دي. او خبریالانو او نورو چینلونو ته دعمران خان په اړه د هیڅ ډول خبرونو او راپورونو د برابرولو او خپرولو اجازت نشته .
-
په پېښور کې چاودنه مرګژوبله اړولې ده
Mar 10, 2024 07:54د پاکستان پولیسو د خیبرپختونخوا د ایالت په مرکز پېښور ښار کې د بمي چاودنې خبر ورکړی دی.