-
د پاکستان حکومت د افغانستان طالبانو ته خبرداری ورکړ
Jan 03, 2023 10:22زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د ملي امنیت شورا پرون د افغانستان په طالبانو غږ وکړ چې په خپله خاوره کښې د پاکستان ترهګرو ته امن ځایونه مه کوري او د هغوې سرپرستي دې مه کوي.
-
کراچۍ کښې د نوي کال د خوشالۍ په ډزو کښې ګڼ کسان ژوبل شول
Jan 03, 2023 04:12د پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچۍ کښې د نوي میلادي کال په جشن کښې د شویو ډزو له امله ۲۲ تنه زخمي شوي دي
-
پاکستان زنداني کډوالې افغانستان ته لیږي
Jan 03, 2023 01:59پاکستان ویلي چې د دغه هیواد په جیلونو کښې بندي افغان کډوالې میرمنې به افغانستان ته منتقلې کړي
-
د تحریک طالبان پاکستان نوی جوړښت او دپاکستان د حکومت نوی سرخوږي
Jan 02, 2023 13:09له دغه نوي جوړښت څخه د تحریک طالبان پاکستان مخ کتنه ښئ چې په تیرو شپاړسو میاشتو کې او پر افغانستان د طالبانو ډلې په حاکمیّت پسې،ددغې ډ لې د وګړو روحیّه پیاوړي شوې ده.
-
د پاکستان د کویټه ښاریز شپیته بچیان لري
Jan 02, 2023 13:01زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بلوچستان صوبې د کویټه د یوه ښاریز جان محمد یو بل بچی زیږیدلی او اوس د ده د بچیانو شمیر شپیتو ته رسیدلی دی.
-
تحریک طالبان پاکستان لس زره غړي لري
Jan 01, 2023 02:00زمونږ خبریال وايي د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله له افغانستان سره په سرحدي سیمه کښې له خپلو کورنیو سره یو ځاې د تحریک طالبان پاکستان د لس زره جنګیالیو د شتون خبر ورکړ.
-
په پاکستان کې غیرقانوني کډوالو ته خبرداری
Dec 31, 2022 11:33په پاکستان کې غیرقانوني افغان کډوالو ته د حکومت له لورې ورکول شوې فرصت پای ته رسېدلی دی او غیرقانوني کډوال به د پولیسو له لورې ونیول شي.
-
په مکران سواحلوکې دپاکستان او ترکیې ګډه سمندري مانوره شوې
Dec 31, 2022 01:30پاکستان له ترکې سره نزدې اړیکې لري او دواړه لوري په سیاسی ، پوځي او امنیتی او دغه راز سمندري حوزو کې سره ښې ملګرتیاوې لري. اسلام اباد او انقره دسیمې اونړۍ د بدلونونو په زمینې کې هم سره غږمله دریځونه لري.
-
پاکستان د افغانستان له طالب حکومت سره تعامل لري
Dec 31, 2022 01:41د افغانستان د طالبانو د حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي په همداوروستیو کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمینځ دشخړو اونښتو په غبرګون کې وئيلي دي ،د ډيورنډ کرښې په باب پوله ایز تاؤتریخوالي دهیچا په ګټه نه دي.
-
په کورمې کې د طالبانو او پوځيانو په نښتې کې درې پوځیان دوه ترهه ګر ووژل شول
Dec 30, 2022 09:04په وژل شوو پوځیانو کې د خیرپور اوسیدونکی صوبیدار شجاع محمد، د خضدار اوسیندونکی نایب صوبیدار محمد رمضان او د سکهر اوسیدونکی سپاهي عبدالرّحمان شامل دي او دغه راز یو شمیر پوځيان ټپیان شوي